แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - อบูซะกะรียา

غاشیه

external-link copy
1 : 88

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ الْغَاشِیَةِ ۟ؕ

88-1 ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
2 : 88

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ خَاشِعَةٌ ۟ۙ

88-2 څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي info
التفاسير:

external-link copy
3 : 88

عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ۟ۙ

88-3 سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 88

تَصْلٰی نَارًا حَامِیَةً ۟ۙ

88-4 ډېر ګرم اور ته به ننوځي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 88

تُسْقٰی مِنْ عَیْنٍ اٰنِیَةٍ ۟ؕ

88-5 په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي info
التفاسير:

external-link copy
6 : 88

لَیْسَ لَهُمْ طَعَامٌ اِلَّا مِنْ ضَرِیْعٍ ۟ۙ

88-6 د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه info
التفاسير:

external-link copy
7 : 88

لَّا یُسْمِنُ وَلَا یُغْنِیْ مِنْ جُوْعٍ ۟ؕ

88-7 چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي info
التفاسير:

external-link copy
8 : 88

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاعِمَةٌ ۟ۙ

88-8 څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 88

لِّسَعْیِهَا رَاضِیَةٌ ۟ۙ

88-9 په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 88

فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ

88-10 په اوچت جنت كې به وي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 88

لَّا تَسْمَعُ فِیْهَا لَاغِیَةً ۟ؕ

88-11 دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري info
التفاسير:

external-link copy
12 : 88

فِیْهَا عَیْنٌ جَارِیَةٌ ۟ۘ

88-12 په دغه (جنت) كې روانه چینه ده info
التفاسير:

external-link copy
13 : 88

فِیْهَا سُرُرٌ مَّرْفُوْعَةٌ ۟ۙ

88-13 په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 88

وَّاَكْوَابٌ مَّوْضُوْعَةٌ ۟ۙ

88-14 او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 88

وَّنَمَارِقُ مَصْفُوْفَةٌ ۟ۙ

88-15 او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي info
التفاسير:

external-link copy
16 : 88

وَّزَرَابِیُّ مَبْثُوْثَةٌ ۟ؕ

88-16 او غوړول شوي اعلی فرشونه دي info
التفاسير:

external-link copy
17 : 88

اَفَلَا یَنْظُرُوْنَ اِلَی الْاِبِلِ كَیْفَ خُلِقَتْ ۟ۥ

88-17 ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 88

وَاِلَی السَّمَآءِ كَیْفَ رُفِعَتْ ۟ۥ

88-18 او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 88

وَاِلَی الْجِبَالِ كَیْفَ نُصِبَتْ ۟ۥ

88-19 او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي ؟ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 88

وَاِلَی الْاَرْضِ كَیْفَ سُطِحَتْ ۟

88-20 او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 88

فَذَكِّرْ ۫— اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُذَكِّرٌ ۟ؕ

88-21 نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې info
التفاسير:

external-link copy
22 : 88

لَسْتَ عَلَیْهِمْ بِمُصَۜیْطِرٍ ۟ۙ

88-22 ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې info
التفاسير:

external-link copy
23 : 88

اِلَّا مَنْ تَوَلّٰی وَكَفَرَ ۟ۙ

88-23 مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي info
التفاسير:

external-link copy
24 : 88

فَیُعَذِّبُهُ اللّٰهُ الْعَذَابَ الْاَكْبَرَ ۟ؕ

88-24 نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب info
التفاسير:

external-link copy
25 : 88

اِنَّ اِلَیْنَاۤ اِیَابَهُمْ ۟ۙ

88-25 بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى info
التفاسير:

external-link copy
26 : 88

ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا حِسَابَهُمْ ۟۠

88-26 بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى info
التفاسير: