แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยซัรฟะรอซ

หมายเลข​หน้า​: 128:128 close

external-link copy
9 : 6

وَلَوْ جَعَلْنٰهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنٰهُ رَجُلًا وَّلَلَبَسْنَا عَلَیْهِمْ مَّا یَلْبِسُوْنَ ۟

او که ملایکه مې راښکته کولای نو هم د سړي په څیره کې به وه او دوی به مې په همغه شک کې اچولي وو چې اوس پکې غورځیدلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 6

وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

ای محمده! له تا نه وړاندې هم په ډیرو پیغمبرانو ملنډې وهل شوي چې بالاخره ملنډې وهونکي له همغه عذاب سره مخ شوي دي چې ټوکې به يې پرې کولې. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 6

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ ثُمَّ اَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

ای محمده! ووایه چې ځمکه کې وګرځئ بیا وګورئ چې د دوراغ ګڼونکو پای څه شوه؟ info
التفاسير:

external-link copy
12 : 6

قُلْ لِّمَنْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلْ لِّلّٰهِ ؕ— كَتَبَ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ؕ— لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

ورته ووایه چې هغه د چا دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي؟ ورته ووایه چې یوازې د یو الله دي. هغه پر ځان مهرباني لازمه کړې ده. او تاسې به خامخا د قیامت په یقیني راتلونکې ورځ کې راټول کړي. خو هغه خلک یې نه مني چې ځانونه یې په تاوان کې اچولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 6

وَلَهٗ مَا سَكَنَ فِی الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او یوارې د یو الله دي هغه ټول چې د شپې په تیارې او د ورځې په رڼا کې اوسیږي. او هغه اوریدونکی او پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 6

قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَتَّخِذُ وَلِیًّا فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَهُوَ یُطْعِمُ وَلَا یُطْعَمُ ؕ— قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَسْلَمَ وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

ای محمده! ووایه ایا پرته له هغه الله بل څوک کار جوړوونکی ونیسم چې اسمانونه او ځمکه ئې پیدا کړي نورو ته روزي ورکوي او هغه ته روزي نه ورکول کیږي. ووایه چې ماته امر شوی دی چې زه باید تر هر چا لومړی ځان الله ته وسپارم او امر راته شوی چې له مشرکانو څخه مه کیږه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 6

قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

ورته ووایه زه ډاریږم که د خپل رب نه سر وغړوم د لویې ورځې له عذاب سره به مخ شم. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 6

مَنْ یُّصْرَفْ عَنْهُ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟

او هر څوک چې د هغې ورځې له عذاب وژغورل شو نو الله پرې پوره مهرباني وکړه. او دا ښکاره کامیابي ده. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 6

وَاِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ ؕ— وَاِنْ یَّمْسَسْكَ بِخَیْرٍ فَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

او که الله پاک تا ته کوم تاوان ورسوي نو پرته له هغه یې بل څوک نه شي لرې کولی. او که هغه کومه ګټه در ورسوي نو همدغه الله پر هر څیز پیاوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 6

وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟

او همدا الله پر خپلو بندګانو بر لاسی او حکمت څښتن او له هر څه نه خبر دی. info
التفاسير: