แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยซัรฟะรอซ

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
74 : 43

اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ عَذَابِ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

او له شک نه وتلې ده چې مجرمان به تل تر تله د دوزخ په عذاب اخته وي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 43

لَا یُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟ۚ

په عذاب کې به يې هیڅ سپکوالی او درنګ رانشي او مایوسه به پکې پراته وي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 43

وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْا هُمُ الظّٰلِمِیْنَ ۟

مونږ پر هغوی هیڅ تیری نه دی کړی بلکې هغوی وو چې له خپلو ځانو سره يي ظلم وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 43

وَنَادَوْا یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ ۟

د دوزخ واکمنې پرښتې ته به غږ کړي چې ستا رب دې مونږ د تل لپاره مړه کړي هغه به ځواب ورکړي چې تاسې همدلته پاتې یاست. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 43

لَقَدْ جِئْنٰكُمْ بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟

مونږ تاسې ته حق راوړی و خو ستاسو د ډیرو حق بد راتلو. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 43

اَمْ اَبْرَمُوْۤا اَمْرًا فَاِنَّا مُبْرِمُوْنَ ۟ۚ

ایا هغوی د یو غوڅ کار پریکړه کړې ده؟ نو مونږ هم خپل کار ښه ښپوخ کړی[۶] دی. info

[۶] اشاره ده چې کافرو قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژنې لپاره اخرنۍ پریکړه وکړه. خو الله بریمن نه بلکې خپل رسول ته يي نجات ورکړ( تفسیر الماوردی).

التفاسير:

external-link copy
80 : 43

اَمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ ؕ— بَلٰی وَرُسُلُنَا لَدَیْهِمْ یَكْتُبُوْنَ ۟

ایا ګومان کوي چې مونږ يې پټې خبرې، او غلې غلې مشورې نه اورو. بلکې اورويې او زمونږ استازي د هغوی هر څه لیکي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 43

قُلْ اِنْ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ وَلَدٌ ۖۗ— فَاَنَا اَوَّلُ الْعٰبِدِیْنَ ۟

ای محمده! ورته ووایه بالفرض که د رحمن خدای ځوی وای نو زه به تر ټولو لومړی د الله عبادت کوونکی وم. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 43

سُبْحٰنَ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟

د اسمانونو او ځمکې رب او د عرش څښتن له هغو ټولو خبرو نه پاک دی چې دوی يي پرې ستایې. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 43

فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟

نو محمده! پریږده يې چې لالهانده ګرځي او په لوبو اخته وي، تر څو له خپلې هغې ورځې سره مخ شي چې وعده يې ورسره کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 43

وَهُوَ الَّذِیْ فِی السَّمَآءِ اِلٰهٌ وَّفِی الْاَرْضِ اِلٰهٌ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟

همدغه یو الله په اسمان کې معبود دی او په ځمکه کې هم. د حکمت خاوند او په هر څه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 43

وَتَبٰرَكَ الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۚ— وَعِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

او ډیر لوړ او مبارک دی هغه ذات چې: د اسمانونو او ځمکې او د ټولو هغو څیزونو چې ددوی په غیږ کې دي واکمني یوازې د هغه ده د قیامت وخت ورته معلوم دی او هغه ته به تاسې ټول بیرته ورګرځولای شئ. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 43

وَلَا یَمْلِكُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟

او هغه څوک د سپارښت هیڅ واک نه لري چې هغوی يې پرته له الله نه رابلي. هو! سپارښت یوازې د هغه چا کیږي چې د حق شهادت يي ورکړی او پوهه هم ورسره وي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 43

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟ۙ

او قسم دی که ته هغوی وپوښتې چې چا پیدا کړي دي؟ نو خامخا به ووایي چې الله پیدا کړي یو نو بیا ولې اړولای شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
88 : 43

وَقِیْلِهٖ یٰرَبِّ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۘ

او د پیغمبر په دې خبره قسم دی چې وايې: ای زما ربه ! دغه خلک یو نه ایمان راوړونکی قوم دی. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 43

فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلٰمٌ ؕ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟۠

نو ای پیغمبره! مخ ترې واړوه[۷] او ورته ووایه چې ستاسې له شر نه پناه غواړم. ډیر ژر به پوه شي[۸]. info

[۷] ټولي اړیکي ورسره پریکړه(فتح القدیر).
[۸] د پورتنی ترجمي په رڼا کې دا ایت د قتال په ایت منسوخ نه دی( فتح القدیر).

التفاسير: