แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยศูนย์การแปลรุว๊าด

انبیاء

external-link copy
1 : 21

اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِیْ غَفْلَةٍ مُّعْرِضُوْنَ ۟ۚ

نږدې شوی خلکو ته حساب د هغوی او دوی په غفلت کې، مخ ګرځوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 21

مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنْ رَّبِّهِمْ مُّحْدَثٍ اِلَّا اسْتَمَعُوْهُ وَهُمْ یَلْعَبُوْنَ ۟ۙ

او نه راځي دوی ته هېڅ نصېحت د دوی د رب له طرفه چې نوي وي د هغه راتلل، مګر دوی ورته غوږ نیسي په داسې حال کې چې لوبې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 21

لَاهِیَةً قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاَسَرُّوا النَّجْوَی ۖۗ— الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۖۗ— هَلْ هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۚ— اَفَتَاْتُوْنَ السِّحْرَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟

مشغول وي د هغوی زړونه (په نورو خبرو)، او پټې مشورې وکړې ظالمانو خلکو، (او وایي) نه دی دا مګر ستاسي په څېر یو بنده دی، آیا راتلل کوئ تاسي جادو ته او حال دا دی چې تاسي پوهه یاستئ. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 21

قٰلَ رَبِّیْ یَعْلَمُ الْقَوْلَ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؗ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

وویل (پېغمبر) رب زما عالم دی پر هره وینا په آسمان کې وي او که په ځمکه کې، او هغه هر څه اوري په هر څه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 21

بَلْ قَالُوْۤا اَضْغَاثُ اَحْلَامٍ بَلِ افْتَرٰىهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ ۖۚ— فَلْیَاْتِنَا بِاٰیَةٍ كَمَاۤ اُرْسِلَ الْاَوَّلُوْنَ ۟

بلکې دوی ویلي وو: دا ګډوډ خوبونه دي، بلکې دا یې د ځانه جوړ کړي، بلکې دا شاعر دی؛ پس رادې وړي موږ ته یوه معجزه (چې موږ یې غواړو) په شان د هغو (معجزو) چې لېږل شوي وو (په هغو سره) پخواني رسولان. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 21

مَاۤ اٰمَنَتْ قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا ۚ— اَفَهُمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟

اېمان نه دی راوړی د دوی نه مخکې کلیو والا کوم چې موږ هلاک کړي، نو آیا دوی به اېمان راوړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 21

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

او نه دي لیږلي موږ تانه مخکې مګر سړي (پېغمبران) چې وحې مو ورته کوله، نو پوښتنه وکړئ د علم والاو نه که چیرته تاسي نه پوهیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 21

وَمَا جَعَلْنٰهُمْ جَسَدًا لَّا یَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوْا خٰلِدِیْنَ ۟

او نه وو ګرځولي موږ (دغه پخواني رسولان) داسې جسدونه چې نه يې طعام خوړلو، او نه وو دوی تل پاتې کیدونکي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 21

ثُمَّ صَدَقْنٰهُمُ الْوَعْدَ فَاَنْجَیْنٰهُمْ وَمَنْ نَّشَآءُ وَاَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِیْنَ ۟

بیا مو هغو (رسولانو) سره وعده رښتیا کړه، نو بچ کړل موږ دوی او هغه څوک چې موږ غوښتل، او هلاک کړل موږ د حده تیرېدونکي خلک. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 21

لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ كِتٰبًا فِیْهِ ذِكْرُكُمْ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠

یقېنا نازل کړی موږ تاسي ته یو کتاب چې په هغه کې ستاسي نصېحت دی، ولې د عقل نه کار نه اخلئ؟ info
التفاسير: