แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - โดยศูนย์การแปลรุว๊าด

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
89 : 10

قَالَ قَدْ اُجِیْبَتْ دَّعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِیْمَا وَلَا تَتَّبِعٰٓنِّ سَبِیْلَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

(الله تعالى) وفرمايل: ستاسو دواړو دعا قبوله شوه، نو ټينګ (سم) ودرېږئ، او د هغو خلکو لار پسې مه ځئ چې نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 10

وَجٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُوْدُهٗ بَغْیًا وَّعَدْوًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ اٰمَنْتُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا الَّذِیْۤ اٰمَنَتْ بِهٖ بَنُوْۤا اِسْرَآءِیْلَ وَاَنَا مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟

او بني اسرائيل مو له سمندره پورې اېستل نو فرعون او لښكر يې د ظلم او تېري په غرض ورپسې شول، تر هغه چې ډوبېدو راګير كړ، ويلې: ما ومنله چې له هغه (الله) پرته (په حقه) بل معبود نشته كوم چې بني اسرائيلو منلى، او زه له غاړه ايښودونكو څخه يم. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 10

آٰلْـٰٔنَ وَقَدْ عَصَیْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

(ځواب وركړ شو) اوس (يې منې)! حال دا چې لږ ړومبى دې سرغړولو او له مفسدانو څخه وې. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 10

فَالْیَوْمَ نُنَجِّیْكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُوْنَ لِمَنْ خَلْفَكَ اٰیَةً ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ اٰیٰتِنَا لَغٰفِلُوْنَ ۟۠

نو نن به ستا جوسه (مړ تن) وژغورو تر څو وروستنيو ته نښانه شې، او بې شكه چې ډېر له انسانانو زموږ له نښانو بې پروايي كوي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 10

وَلَقَدْ بَوَّاْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مُبَوَّاَ صِدْقٍ وَّرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ۚ— فَمَا اخْتَلَفُوْا حَتّٰی جَآءَهُمُ الْعِلْمُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

او بني اسرائيلو ته مو ښه استوګنځى وركړ او له پاكو شيانو مو روزي وركړه، نو تر هغه يې خپلو كې اختلاف سره ونه كړ څو چې علم ورته راغى، يقيناً ستا رب د قيامت په ورځ په هغه څه كې فيصله كوي چې دوى پكې اختلاف كولو. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 10

فَاِنْ كُنْتَ فِیْ شَكٍّ مِّمَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ فَسْـَٔلِ الَّذِیْنَ یَقْرَءُوْنَ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— لَقَدْ جَآءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟ۙ

نو كه ته په هغه څه كې شكمن يې چې موږ درته نازل كړي نو هغه خلک وپوښته چې له تا مخكې لا كتاب لولي، په حقيقت كې له خپل ربه تاته حق راغلى نو هېڅكله له شک كوونكو څخه مه كېږه. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 10

وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَتَكُوْنَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

او له هغو كسانو هم مه كېږه چې د الله آيتونه يې دروغ وګڼل بيا به له تاوانيانو څخه شې. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 10

اِنَّ الَّذِیْنَ حَقَّتْ عَلَیْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

بې شكه هغوى چې ستا د رب خبره ورباندې رښتيا شوې ده، هېڅكله ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 10

وَلَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ اٰیَةٍ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟

كه څه هم هر ډول نښانه ورته راشي تر هغو چې دردناک عذاب ونه ويني. info
التفاسير: