แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน สำหรับหนังสืออรรถาธิบายอัลกุรอานอย่างสรุป (อัลมุคตะศ็อร ฟีตัฟซีร อัลกุรอานิลกะรีม)

หมายเลข​หน้า​: 159:151 close

external-link copy
74 : 7

وَاذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَّبَوَّاَكُمْ فِی الْاَرْضِ تَتَّخِذُوْنَ مِنْ سُهُوْلِهَا قُصُوْرًا وَّتَنْحِتُوْنَ الْجِبَالَ بُیُوْتًا ۚ— فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟

او د الله پر تاسې هغه پېرزوينه در په ياد کړئ چې تاسې يې د عاد قوم ځای ناستي وګرځولئ او تاسې يې په خپلو ځمکو کې را کوز کړئ، په هغو خوندونه اخلئ او خپلو موخو ته رسېږئ او دا وروسته د عاد تر تباهۍ، چې هغوی په کفر او درواغ ګڼلو کې له بريده واوښتل، تاسې په نرمو ځمکو کې ماڼۍ جوړوئ او غرونه تراشئ ترڅو د ځانونو لپاره پکې کورونه جوړ کړئ، نو پر تاسې د الله پېرزوينې در په يادې کړئ، چې پرې د الله شکر وباسئ او په ځمکه کې د ورانکارۍ هڅې پرېږدئ او دا پر الله د کفر پرېښودلو او ګناهونو پرېښودلو سره کيږي.
info
التفاسير:

external-link copy
75 : 7

قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِمَنْ اٰمَنَ مِنْهُمْ اَتَعْلَمُوْنَ اَنَّ صٰلِحًا مُّرْسَلٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلَ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ ۟

د صالح علیه السلام د قوم هغه مشرانو چې تکبر یې کړی و د هغه د قوم مؤمنانو ته چې کمزوري یې ګڼل وویل: آیا تاسو پوهیږئ -ای مومنانو- چې بیشکه صالح -علیه السلام- د الله تعالی له طرفه په ریښتیا پیغمبر دی؟ نو مومنانو کوم چې کمزوري ګڼل شوی وو جواب ورکړ: بیشکه مونږ په هغه څه چې صالح -علیه السلام- پرې راتګ کړی مونږ ته ریښتیا ګڼوونکي او اقرار کوونکي یو په هغه او غاړه کیښودوونکي یو هغه ته، او د هغه په راوړي دین باندې عمل کوونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 7

قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا بِالَّذِیْۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

وویل هغو لویې کوونکو د هغه د قوم نه: یقینا مونږ په هغه څه چې تاسو پرې تصدیق کړی -ای مومنانو- کفر کوونکي یو، نو مونږ پرې هیڅکله هم ایمان نه راوړو، او نه د هغه په دین باندې عمل کوو. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 7

فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوْا یٰصٰلِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

نو مړه کړه دوی هغې اوښې لره چې دوی یې منع کړي وو د دې نه چې څه ضرر ورته ورسوي، په داسې حال کې چې لویې کوونکي وو د الله تعالی د امر د منلو نه، او د مسخرې په ډول یې وویل په داسې حال کې لرې ګڼوونکي وو هغه عذاب لره چې دوی پرې صالح -علیه السلام- ویرولي وو: ای صالح! رواړه مونږ ته هغه دردناک عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته په ریښتیا د الله تعالی له طرفه پیغمبر یې. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 7

فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟

نو راغی کافرانو ته هغه عذاب چې دوی په تلوار سره غوښتلو، داسې چې راونیول دوی لره سختې زلزلې، نو شو دوی پړمخې پراته چې یوځای شوي وو مخونه او زنګنونه د دوی له زمکې سره ، بچ نه شو د هلاکت نه هیڅ یو کس د دوی. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 7

فَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّیْ وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُحِبُّوْنَ النّٰصِحِیْنَ ۟

نو صالح -علیه السلام- د خپل قوم نه مخ واړاوه وروسته د نا امیدۍ د هغوی د قبلولو د دعوت نه، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما ورسول تاسو ته هغه څه چې ما ته یې الله تعالی تاسو ته په دررسولو امر کړی و، او ما تاسو ته نصیحت کړی (خیرخواهي مې درله لټولې) ترغیب مې درکړی د اخرت او ویرولي مې یاست د الله تعالی له عذاب نه، خو لیکن تاسو داسې قوم یاست چې نه خوښوئ خیرخواهان (نصیحت کوونکي) کوم چې تاسو ته د خیر په ښودلو او د شر نه په لرې کولو حرصناک دي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 7

وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او یاد کړه لوط -علیه السلام- کله چې هغه وویل پداسې حال کې چې انکار کوونکی و خپل قوم ته: آیا تاسو راتګ کوئ نا اشنا او بد کار ته چې هغه نارینو ته راتګ دی په شهوت سره (لواطت)؟! دا بد کار چې تاسو اول شروع کړی، نو ستاسو نه هیچا مخکې دا کار نه دی کړی! info
التفاسير:

external-link copy
81 : 7

اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟

یقینا تاسو راتلل کوئ نارینه و ته لپاره د پوره کولو د شهوت پرته له زنانه و څخه؛ هغوې چې پیداشوي د شهوت د پوره کولو لپاره، نو تاسو په خپل دې سپک او بد کار کې نه د عقل او نه د کوم دلیل او نه د فطرت تابعداري کوئ، بلکې تاسو تیریدونکی یاست د الله تعالی د پولو نه په وتلو ستاسو سره د انساني درمیانتوب نه، او دا ستاسو کوږوالی دی د هغه څه نه چې سالم عقلونه یې غوښتنه کوي، او پاک فطرتونه یې هم تقاضا کوي. info
التفاسير:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​:
• الاستكبار يتولد غالبًا من كثرة المال والجاه، وقلة المال والجاه تحمل على الإيمان والتصديق والانقياد غالبًا.
تکبر او لویې زیاتره د ډیر مال او لوړې مرتبې نه پیداکیږي، او لږوالی د مال او د مرتبې زیاتره انسان لره په ایمان او ریښتنولۍ او غاړه کیښودلو باندې مجبوروي. info

• جواز البناء الرفيع كالقصور ونحوها؛ لأن من آثار النعمة: البناء الحسن مع شكر المنعم.
د اوچتو ابادیو جوړول لکه قصرونه او نور جایز دي؛ ځکه د نعمت د اثارو څخه دا دي: ښایسته آبادي سره د شکر ویستلو د انعام کوونکي نه. info

• الغالب في دعوة الأنبياء أن يبادر الضعفاء والفقراء إلى الإصغاء لكلمة الحق التي جاؤوا بها، وأما السادة والزعماء فيتمردون ويستعلون عليها.
د پیغمبرانو په دعوت کې زیات داسې وي چې کمزوري او غریبان مخکې کیږي غوږ کیخودلو د حق کلمې ته هغه چې دې پیغمبرانو پرې راتګ کړی وي، او هر چې مشران او ملکان دي نو هغوی سرکشي کوي او د حق نه لویې کوي. info

• قد يعم عذاب الله المجتمع كله إذا كثر فيه الخَبَث، وعُدم فيه الإنكار.
ډیر کرتې د الله تعالی عذاب ټولې مجتمع ته رسیږي کله چې بد کاريانی زیاتې شي، او په دې باندې انکار کول ختم شي. info