แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน สำหรับหนังสืออรรถาธิบายอัลกุรอานอย่างสรุป (อัลมุคตะศ็อร ฟีตัฟซีร อัลกุรอานิลกะรีม)

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
13 : 20

وَاَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا یُوْحٰی ۟

او ته ما غوره کړی ئې -ای موسی- زما د پېغام رسولو لپاره، نو زه چې تا ته کومه وحې کوم هغې ته غوږ کیږده. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 20

اِنَّنِیْۤ اَنَا اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدْنِیْ ۙ— وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ لِذِكْرِیْ ۟

یقینا زه الله تعالی یم نشته حقدار د بندګۍ زما نه پغېر، نو یواځې زما بندګي وکړه، او لمونځ په پوره توګه سره ادا کړه د دې لپاره چې ما پکې یاد کړې. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 20

اِنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ اَكَادُ اُخْفِیْهَا لِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعٰی ۟

یقینا قیامت راتلونکی دی خامخا او واقع کیدونکی دی، نږدی ده چې زه پټ کړم دې لره نو د دې د قاېمېدلو وخت هیڅ مخلوق نه پیژني، خو لیکن د دې علامې پیژني ځکه چې پېغمبر دوی په دې باندې خبر کړي؛ هر یو نفس ته به د هغه په عمل بدله ورکیدلی شي، که خیر وي او که شر. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 20

فَلَا یَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ فَتَرْدٰی ۟

نو تا دې وانه ړوي د تصدیق کولو نه په قیامت باندې- او هغه ته د تیاري کولو نه په نیک عمل سره - هغه څوک چې ایمان پرې نه راوړي د کافرانو څخه، او تابعداري یې کړې د هغو کارونو چې د دې نفس غوښتلي د محرماتو څخه، نو پس د دې په وجه به ته هم هلاک شې. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 20

وَمَا تِلْكَ بِیَمِیْنِكَ یٰمُوْسٰی ۟

او څه دی هغه شی چې ستا په ښي لاس کې دی ستا سره ای موسی؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 20

قَالَ هِیَ عَصَایَ ۚ— اَتَوَكَّؤُا عَلَیْهَا وَاَهُشُّ بِهَا عَلٰی غَنَمِیْ وَلِیَ فِیْهَا مَاٰرِبُ اُخْرٰی ۟

موسی-علیه السلام- وفرمایل: دا زما امسا ده؛ په تللو کې په دې باندې تکیه کوم، او راڅنډم په دې سره ونې د دې لپاره چې پاڼې یې زما ګډو ته راوغورځيږي، او زما لپاره په دې کې د دې نه په غیر نورې فایدې هم شته. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 20

قَالَ اَلْقِهَا یٰمُوْسٰی ۟

الله تعالی وفرمایل: وغورځوه دې لره ای موسی. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 20

فَاَلْقٰىهَا فَاِذَا هِیَ حَیَّةٌ تَسْعٰی ۟

نو موسی هغه وغورځوله، پس ناڅاپه هغه بدل شوه په مار باندې چې په تیزۍ سره سپکه روانه وه. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 20

قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ ۫— سَنُعِیْدُهَا سِیْرَتَهَا الْاُوْلٰی ۟

الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وویل: امسا دې ونېسه، او مه ویریږه د هغې د بدلېدلو نه په مار باندې، کله چې یې ته راواخلې مونږ به ئې بیرته خپل لومړڼي حالت ته راوګرځوو. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 20

وَاضْمُمْ یَدَكَ اِلٰی جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ اٰیَةً اُخْرٰی ۟ۙ

او پیوست کړه لاس خپل ګریوان ته راوبه وځي تک سپين پغیر د برګي مرض نه؛ دا ستا لپاره دویمه معجزه ده. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 20

لِنُرِیَكَ مِنْ اٰیٰتِنَا الْكُبْرٰی ۟ۚ

مونږ تا ته دا دوه نښې دروښودلې د دې لپاره چې وښایو مونږ تا ته -ای موسی- زمونږ د لویو لویو نښو نه هغه چې دلالت کوونکي دي زمونږ په قدرت باندې، او په دې خبره چې بیشکه ته د الله تعالی له طرفه پیغمبر ئې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 20

اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟۠

لاړ شه -ای موسی- فرعون ته، بېشکه هغه د حد نه وتلې په کفر او سرکشۍ کې په الله تعالی باندې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 20

قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِیْ صَدْرِیْ ۟ۙ

وویل موسی -علیه السلام-: ای ربه زما! پرانېځه زما سینه د مصیبتونو برداشت کولو ته. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 20

وَیَسِّرْ لِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ

او اسان کړه ما ته کار د دعوت او تبلیغ زما. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 20

وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّنْ لِّسَانِیْ ۟ۙ

او ما لره طاقت راکړه د فصېح او واضحه خبرو کولو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 20

یَفْقَهُوْا قَوْلِیْ ۪۟

د دې لپاره چې پوهه شي زما په خبرو کله چې ورته زه ستا پېغام ورسوم. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 20

وَاجْعَلْ لِّیْ وَزِیْرًا مِّنْ اَهْلِیْ ۟ۙ

او وګرځوه ما لره مرستیال زما د کورنۍ نه چې ما سره زما په چارو کې مرسته کوي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 20

هٰرُوْنَ اَخِی ۟ۙ

هارون بن عمران چې زما ورور دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 20

اشْدُدْ بِهٖۤ اَزْرِیْ ۟ۙ

مضبوطه کړه په دې سره ملا زما. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 20

وَاَشْرِكْهُ فِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ

او شرېک کړه دغه زما سره په پېغمبرۍ کې. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 20

كَیْ نُسَبِّحَكَ كَثِیْرًا ۟ۙ

د دې لپاره چې مونږ تسبېح ووایو ستا تسبېح ډیره. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 20

وَّنَذْكُرَكَ كَثِیْرًا ۟ؕ

او یاد کړو تا لره مونږ په ډیرو یادولو سره. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 20

اِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِیْرًا ۟

بېشکه ته مونږ لره وینې، په تا باندې زمونږ د کار نه هیڅ شی هم پټ پاتي نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 20

قَالَ قَدْ اُوْتِیْتَ سُؤْلَكَ یٰمُوْسٰی ۟

الله تعالی وفرماېل: بېشکه مونږ درکړي تا ته هغه څه چې تا غوښتلي ای موسی. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 20

وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَیْكَ مَرَّةً اُخْرٰۤی ۟ۙ

او یقېنا مونږ انعام کړی په تا باندې بل ځل. info
التفاسير:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​:
• وجوب حسن الاستماع في الأمور المهمة، وأهمها الوحي المنزل من عند الله.
واجب دي په ښه طرېقه سره غوږ کیښودل په مهمو کارونو کې، او د ټولو نه غوره کار د الله تعالی له طرفه رانازل شوې وحې ته غوږ کیښودل دي. info

• اشتمل أول الوحي إلى موسى على أصلين في العقيدة وهما: الإقرار بتوحيد الله، والإيمان بالساعة (القيامة)، وعلى أهم فريضة بعد الإيمان وهي الصلاة.
موسی -علیه السلام- ته لومړنۍ وحې د عقېدې په دوو مهمو بناوو شامله وه او هغه دا وو: اقرار کول د الله تعالی په وحدانیت (یووالي)، او ایمان لرل په قیامت باندې، او په مهمه فرېضه باندې وروسته د ایمان نه چې هغه لمونځ دی. info

• التعاون بين الدعاة ضروري لإنجاح المقصود؛ فقد جعل الله لموسى أخاه هارون نبيَّا ليعاونه في أداء الرسالة.
د دعوت کار د پرمختګ لپاره د داعیانو ترمنځ تعاون او مرسته لازمې ده؛ نو ځکه خو الله تعالی موسی -علیه السلام- لره د هغه ورور هارون -علیه السلام- پېغمبر مقرر کړی و د دې لپاره چې هغه سره د پېغمبرۍ په چارو کې مرسته وکړي. info

• أهمية امتلاك الداعية لمهارة الإفهام للمدعوِّين.
د داعي لپاره د خلکو د پوهولو د ملکې لرلو اهمیت. info