Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Ebu Zekeria

قلم

external-link copy
1 : 68

نٓ وَالْقَلَمِ وَمَا یَسْطُرُوْنَ ۟ۙ

68-1 نون، قسم دى په قلم او په هغه څه چې دوى يې لیكي info
التفاسير:

external-link copy
2 : 68

مَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ

68-2 چې ته د خپل رب په نعمت (او فضل) سره هېڅ لېونى نه يې info
التفاسير:

external-link copy
3 : 68

وَاِنَّ لَكَ لَاَجْرًا غَیْرَ مَمْنُوْنٍ ۟ۚ

68-3 او بېشكه چې خاص تا لره یقینًا داسې اجر دى چې قطع كولى به نشي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 68

وَاِنَّكَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیْمٍ ۟

68-4او بېشكه چې ته یقینًا په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فايز) يې info
التفاسير:

external-link copy
5 : 68

فَسَتُبْصِرُ وَیُبْصِرُوْنَ ۟ۙ

68-5 پس ژر به ته ووینې (اى نبي!) او دوى به هم وویني info
التفاسير:

external-link copy
6 : 68

بِاَیِّىكُمُ الْمَفْتُوْنُ ۟

68-6 چې په تاسو كې كوم یو لېونى دى info
التفاسير:

external-link copy
7 : 68

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۪— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟

68-7 بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لارې نه ګمراه شوى دى او هم دى په هدایت موندونكو باندې ښه عالم دى info
التفاسير:

external-link copy
8 : 68

فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

68-8 نو ته د تكذیب كوونكو خبره مه منه info
التفاسير:

external-link copy
9 : 68

وَدُّوْا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُوْنَ ۟

68-9 دوى خوښوي چې كاشكې ته نرم شې، نو دوى به هم نرم شي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 68

وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ

68-10 او ته د هر ډېر سوګند خوړونكي، سپك، خبره مه منه info
التفاسير:

external-link copy
11 : 68

هَمَّازٍ مَّشَّآءٍ بِنَمِیْمٍ ۟ۙ

68-11 چې ډېر عیب ویونكى، چغلۍ لره ډېر چلوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
12 : 68

مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

68-12 خير لره ډېر منع كوونكى، له حده تېرېدونكى، سخت ګناهګار دى info
التفاسير:

external-link copy
13 : 68

عُتُلٍّۢ بَعْدَ ذٰلِكَ زَنِیْمٍ ۟ۙ

68-13 ډېر بد خویه دى (او) له دغو (عیبونو) نه پس بد اصله (حرامي هم) دى info
التفاسير:

external-link copy
14 : 68

اَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ؕ

68-14 په دې وجه چې دى د مال او زامنو والا دى info
التفاسير:

external-link copy
15 : 68

اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

68-15 كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) دى وايي: (دا) د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي info
التفاسير:

external-link copy
16 : 68

سَنَسِمُهٗ عَلَی الْخُرْطُوْمِ ۟

68-16 ژر ده چې مونږ به د ده په خلتم (پوزه) باندې داغ كېږدو info
التفاسير:

external-link copy
17 : 68

اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

68-17 بېشكه مونږ دوى وازمایل، لكه چې مونږ د باغ خاوندان ازمایلي وو، كله چې هغوى قسمونه وخوړل چې دوى به خامخا ضرور دغه (د باغ مېوې) پرې كړي، په دې حال كې چې سبا كوونكي به وي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 68

وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟

68-18 او دوى استثنا نه كوله (ان شاء الله يې ونه وایه) info
التفاسير:

external-link copy
19 : 68

فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟

68-19 نو په دغه (باغ) باندې ستا د رب له جانبه یوه طواف كوونكې بلا راچاپېره شوه، په داسې حال كې چې دوى ویده وو info
التفاسير:

external-link copy
20 : 68

فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ

68-20 نو دغه (باغ داسې) شو، لكه رېبل شوى فصل info
التفاسير:

external-link copy
21 : 68

فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

68-21 نو دوى یو بل ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې سبا كوونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
22 : 68

اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟

68-22 داسې چې خپل فصل ته سبا وختي ورشئ كه چېرې تاسو لَو كوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
23 : 68

فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ

68-23 نو دوى روان شول، په داسې حال كې چې یو له بل سره يې پټې پټې خبرې كولې info
التفاسير:

external-link copy
24 : 68

اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ

68-24 (داسې) چې دې (باغ) ته دې پر تاسو باندې نن ورځ بېخي هېڅ مسكین داخل نه شي info
التفاسير:

external-link copy
25 : 68

وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟

68-25 او دوى د نه وركولو په ارادې سره سهار لاړل، په داسې حال كې چې دوى (په خپل خیال كې) قادر وو info
التفاسير:

external-link copy
26 : 68

فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ

68-26 نو دوى چې كله هغه (باغ) ولیده، ويې ويل:بېشكه مونږ یقینًا لار وركي یو info
التفاسير:

external-link copy
27 : 68

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

68-27 بلكې مونږ محروم كړى شوي یو info
التفاسير:

external-link copy
28 : 68

قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟

68-28 د دوى منځني (غوره)كس وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي! ولې تاسو تسبیح نه وایئ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 68

قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

68-29 (نو) دوى وویل: پاكي ده زمونږ رب لره، بېشكه مونږ ظالمان وو info
التفاسير:

external-link copy
30 : 68

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟

68-30 نو د دوى ځینو ځینو نورو ته مخ واړوه، چې یو بل يې ملامته كول info
التفاسير:

external-link copy
31 : 68

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟

68-31 دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ سركشان وو info
التفاسير:

external-link copy
32 : 68

عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟

68-32 امېد دى چې زمونږ رب به مونږ ته له دې (باغ) نه غوره په بدل كې راكړي، بېشكه مونږ خپل رب ته رغبت كوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
33 : 68

كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

68-33 همداسې عذاب وي او یقینًا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى info
التفاسير:

external-link copy
34 : 68

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

68-34 بېشكه د پرهېزګارو لپاره د خپل رب په نیز د نعمتونو جنتونه دی info
التفاسير:

external-link copy
35 : 68

اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

68-35 ايا نو مونږ به مسلمانان د مجرمانو په شان كړو؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 68

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

68-36 په تاسو څه شوي دي؟ تاسو څنګه فیصله كوئ! info
التفاسير:

external-link copy
37 : 68

اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ

68-37 ایا تاسو سره كتاب دى چې په هغه كې تاسو (دا) لولئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 68

اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ

68-38 چې بېشكه تاسو لپاره په دغه (كتاب) كې هغه څه دي چې تاسو يې خوښوئ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 68

اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

68-39 ایا تاسو لپاره زمونږ په ذمه څه قسمونه (وعدې) شته چې د قیامت د ورځې پورې رسېدونكي دي چې یقینًا تاسو لپاره به خامخا هغه څه وي چې تاسو يې فیصله كوئ info
التفاسير:

external-link copy
40 : 68

سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ

68-40 ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې په دوى كې كوم یو د دغه كار ضامن دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 68

اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟

68-41 ایا د دوى لپاره شریكان شته دى، نو دوى دې خپل (دغه) شریكان راولي، كه چېرې دوى رښتیني وي info
التفاسير:

external-link copy
42 : 68

یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ

68-42 او (یاده كړه) هغه ورځ چې پنډۍ به بربنډه كړى شي او دوى به سجدې كولو ته راوبلل شي، نو دوى به توان ونه لري info
التفاسير:

external-link copy
43 : 68

خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— وَقَدْ كَانُوْا یُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ وَهُمْ سٰلِمُوْنَ ۟

68-43 په داسې حال كې چې د دوى سترګې به ذلیله (او ټیټې) وي، دوى به ذلت راګېر كړي وي او یقینًا دوى به سجدې كولو ته رابللى شول، په داسې حال كې چې روغ رمټ به وو info
التفاسير:

external-link copy
44 : 68

فَذَرْنِیْ وَمَنْ یُّكَذِّبُ بِهٰذَا الْحَدِیْثِ ؕ— سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

68-44 نو ته ما او هغه څوك پرېږده چې د دغه حدیث (قرآن) تكذیب كوي، ژر به مونږ دوى په استدراج كې واچوو (ورو به يې ورو راونيسو) له هغه ځایه چې دوى به نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
45 : 68

وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟

68-45 او زه دوى ته مهلت وركوم، بېشكه زما حیله (چل) مضبوط (او محكم) دى info
التفاسير:

external-link copy
46 : 68

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ۚ

68-46 ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې، نو دوى له (دغه) تاوانه، درانه كړى شوي دي info
التفاسير:

external-link copy
47 : 68

اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟

68-47 ایا له دوى سره علم غیب دى، نو چې دوى يې لیكي info
التفاسير:

external-link copy
48 : 68

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوْتِ ۘ— اِذْ نَادٰی وَهُوَ مَكْظُوْمٌ ۟ؕ

68-48 نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او د كب (مهي) والا (يونس) په شان مه كېږه، كله چې ده اواز وكړ، په داسې حال كې چې له غم نه ډك و info
التفاسير:

external-link copy
49 : 68

لَوْلَاۤ اَنْ تَدٰرَكَهٗ نِعْمَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ لَنُبِذَ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ مَذْمُوْمٌ ۟

68-49 كه چېرې داسې نه وى چې ده ته د خپل رب مهرباني ورسېدله (نو) دى به خامخا په سپېره میدان كې غورځول شوى و، په داسې حال كې چې دى به مذموم (ملامت كړى شوى) و info
التفاسير:

external-link copy
50 : 68

فَاجْتَبٰىهُ رَبُّهٗ فَجَعَلَهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

68-50 نو دى خپل رب غوره كړ، پس دى يې له صالحانو څخه وګرځاوه info
التفاسير:

external-link copy
51 : 68

وَاِنْ یَّكَادُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَیُزْلِقُوْنَكَ بِاَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَیَقُوْلُوْنَ اِنَّهٗ لَمَجْنُوْنٌ ۟ۘ

68-51 او بېشكه شان دا دى چې كافران شوي خلق نژدې وو چې تا په خپلو سترګو سره خامخا وښیوي، كله چې دوى ذكر (قرآن) واورېده او دوى وايي چې بېشكه دى خامخا لېونى دى info
التفاسير:

external-link copy
52 : 68

وَمَا هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠

68-52 حال دا چې دغه (قرآن) نه دى مګر د عالمونو لپاره نصیحت info
التفاسير: