[۲۱] ـ مفسیرین وایې:دا ایتونه هغه وخت نازل شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د شاتو نه خوړلو سوګند یې وکړ چې (ماریة القبطیة)وینځې ته به نه نژدې کیږي(تفسیر البیضاوی).
[۲۲] ـ بي بي حفصه رضي الله عنها.
[۲۳] ـ بي بي عائشه رضي الله عنها.
[۲۴] ـ حفصه او عائشه رضي الله عنها.
[۲۵] ـ په منافقانو کې به رڼا وو که او پل صراط به پرې تیاره شي نو ځکه به مؤمنان بشپړه رڼا غواړي چې تیاره پرې نه شي.(کابلی تفسیر).
[۲۶] ـ ایمان یې رانه وړ.د نوح ښځې به هغه ته لیونی وایه او د لوط ښځې به د قوم خراب خلک د لوط له میلمنو څخه خبرول.
[۲۷] ـ نه یي نکاح کړې وه او نه زنا.
[۲۸] ـ د هغې په ګریوان کې.
[۲۹] ـ عیسې علیه السلام یا هغه روح چې مونږ پرته له واسطې جوړ کړی وو(تفسیر البیضاوی).