Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz

تغابن

external-link copy
1 : 64

یُسَبِّحُ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۚ— لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي ټول د یو الله پاکي بیانوي.پاچایې یوازې د هغه ده.ستاینې یوازې د هغه دي.او په هر څیز پیاوړې دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 64

هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ فَمِنْكُمْ كَافِرٌ وَّمِنْكُمْ مُّؤْمِنٌ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟

الله هغه ذات دی چې تاسې یې پیدا کړي یي ځينې در کې کافران او ځینې مو مؤمنان دي.او الله پاک ستاسې ټولې کړنې ښې ویني. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 64

خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَاَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۚ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟

اسمانونه او ځمکه يي په حقه پیدا او تاسې ته یې ښکلي او شاندار شکلونه در کړل.او بیرته ورتګ مو د هغه لور ته دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 64

یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

هغه ټول ورته معلوم دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او په هغو هم ښه پوه دی چې تاسوئي پټوئ او یا یې ښکاره کوئ.او الله پاک د سینو په پتو اسرارو ډیر ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 64

اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَبَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَبْلُ ؗ— فَذَاقُوْا وَبَالَ اَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ایا تاسې ته د هغو خلکو خبر نه دی رسیدلی چې له تاسې وړاندې کافران شوي وو.بیا یي د خپلو کړنو بده جزاء ولیده او دردناک عذاب یې په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 64

ذٰلِكَ بِاَنَّهٗ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَقَالُوْۤا اَبَشَرٌ یَّهْدُوْنَنَا ؗ— فَكَفَرُوْا وَتَوَلَّوْا وَّاسْتَغْنَی اللّٰهُ ؕ— وَاللّٰهُ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟

ځکه چې کله به هم هغوی ته استازي د څرګند دلایلو سره راتلل نو ویل به یي:ایا یو انسان ته لارښوونه کوي؟نو پدې توګه منکر او مخ یې واړاوو.الله هم له هغوی نه بې پروا شو.او الله بې پروا او ستایلی شوی ذات دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 64

زَعَمَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنْ لَّنْ یُّبْعَثُوْا ؕ— قُلْ بَلٰی وَرَبِّیْ لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ ؕ— وَذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟

کافران ګمان کوي چې هڅکله به بیرته را ژوندي نشي.ای محمده!ووایه قسم مې په رب چې:تاسې به خامخا بیرته را ژوندي او بیا به خپلو کړو له نتیجې نه خبر کړای شئ.او دا کار الله ته خورا اسان دی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 64

فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَالنُّوْرِ الَّذِیْۤ اَنْزَلْنَا ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟

نو په الله د هغه په رسول او په هغه نازل کړې ده ایمان راوړئ الله ستاسې له کړنو څخه ښه خبر دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 64

یَوْمَ یَجْمَعُكُمْ لِیَوْمِ الْجَمْعِ ذٰلِكَ یَوْمُ التَّغَابُنِ ؕ— وَمَنْ یُّؤْمِنْ بِاللّٰهِ وَیَعْمَلْ صَالِحًا یُّكَفِّرْ عَنْهُ سَیِّاٰتِهٖ وَیُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟

هغه ورځ مه هیروئ چې تاسې به د غونډې په ورځ ټول سره را یو ځای کړي او همدا د ګټې او تاوان ورځ ده.او څوک چې په الله ایمان راوړي او نیکې کړنې وکړي نو ګناهونه به یې ورژولی شي او تل پاتې هغو باغونو ته به د همیش لپاره ننویستل شي چې لاندې له ونو او ماڼیو به یې ویالې بهیږي.او همدغه لویه کامیابي ده. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 64

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠

او څوک چې کافران شوي او زمونږ ایاتونه یې درواغ ګڼلي دي نو همدوی د اور خاوندان دي.د تل لپاره به پکې وي.او خورا بد استوګنځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 64

مَاۤ اَصَابَ مِنْ مُّصِیْبَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّؤْمِنْ بِاللّٰهِ یَهْدِ قَلْبَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

مصیبت او غم هیڅکله نه راځي مګر د الله په اذن سره.او څوک چې پر الله ایمان راوړي،الله پاک د هغه زړه ته لار ورښایې.او الله په هر څه ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 64

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاِنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

د الله او رسول پیروي وکړئ که تاسې مخ اړوئ نو زمونږ د استازي دنده په زغرده رسول دي اوبس. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 64

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

الله یو دی.او له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته.نو باید چې پر الله مؤمنان توکل وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 64

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ مِنْ اَزْوَاجِكُمْ وَاَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوْهُمْ ۚ— وَاِنْ تَعْفُوْا وَتَصْفَحُوْا وَتَغْفِرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

ای مؤمنانو!ستاسې ځیني ښځې او اولادونه ستاسې دښمنان دي نو ځان ترې وژغورئ.او که تاسې عفوه او تیریدنه خپله او بښنه وکړئ نو پوه شئ چې الله پاک ښه بښونکی او مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 64

اِنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ؕ— وَاللّٰهُ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟

خبره همداده چې مالونه او اولادونه مو یوه ازموینه ده.او همدا الله دی چې له هغه سره لوی اجر دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 64

فَاتَّقُوا اللّٰهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوْا وَاَطِیْعُوْا وَاَنْفِقُوْا خَیْرًا لِّاَنْفُسِكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

تر اخرني وس پورې له الله نه وډارشئ،واورئ،ومنئ او مالونه مو د خپلې ګټې لپاره خیرات کړئ او هر څوک چې د خپل نفس له شومتیا نه وژغورل شي نو همدوی بری من دي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 64

اِنْ تُقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعِفْهُ لَكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ شَكُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟ۙ

که تاسې الله ته قرض حسنه ورکړئ نو هغه به یې څو برابره زیات در کړي.ګناهونه به مو وبښي.الله پاک ډیر شکر منونکی او ډیر تحمل والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 64

عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

په پټ او ښکاره پوهیږي.په هر څه برلاسی او د ښه حکمت څښتن دی. info
التفاسير: