Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz

Numri i faqes:close

external-link copy
52 : 42

وَكَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ رُوْحًا مِّنْ اَمْرِنَا ؕ— مَا كُنْتَ تَدْرِیْ مَا الْكِتٰبُ وَلَا الْاِیْمَانُ وَلٰكِنْ جَعَلْنٰهُ نُوْرًا نَّهْدِیْ بِهٖ مَنْ نَّشَآءُ مِنْ عِبَادِنَا ؕ— وَاِنَّكَ لَتَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟ۙ

او ای محمده! په همدې توګه مونږ تاته په خپل حکم روح( قران) وحي کړی دی. ته له دې وړاندې نه پوهیدلې چې کتاب او ایمان څه دی؟ خو مونږ هغه یوه رڼا وګرځوله چې خپلو هغو بنده ګانو ته پرې لار وښایو چې زمونږ خوښه ورته وشي. ای محمده! په دې کې هیڅ شک نشته چې ته د سمې لارې په لور ښوونه کوې. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 42

صِرَاطِ اللّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِلَی اللّٰهِ تَصِیْرُ الْاُمُوْرُ ۟۠

د هغه الهل د لارې په لور ښوونه کوي چې د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه د هغه دي. واورئ چې: ټولې چارې د الله په لور بیرته ورګرځي. info
التفاسير: