Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Qendra "Ruvad et-Terxheme

Numri i faqes:close

external-link copy
53 : 6

وَكَذٰلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لِّیَقُوْلُوْۤا اَهٰۤؤُلَآءِ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنْ بَیْنِنَا ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِاَعْلَمَ بِالشّٰكِرِیْنَ ۟

او په دې توګه يې ځينې پرځينو آزمايو، چې بيا ووايي: آيا په موږ كې یوازې پر دې خلكو الله احسان كړى دى؟ (هو) آيا الله په شكر ويستونكو بندګانو ښه پوه نه دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 6

وَاِذَا جَآءَكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِنَا فَقُلْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۙ— اَنَّهٗ مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوْٓءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَصْلَحَ ۙ— فَاَنَّهٗ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

كله چې تا ته هغه خلك راشي چې زموږ پر آيتونو ايمان راوړي نو هغوى ته ووايه: سلام پر تاسي، ستاسي رب رحم او مهرباني پر ځان لازمه كړېده، دا د هغه رحم او مهرباني ده چې كه له تاسي نه څوك په ناپوهۍ سره د كومې بدۍ مرتكب شوی وي بيا له هغه وروسته تو به وباسي او (ځان) اصلاح كړي نو بېشکه هغه بخښونکی او مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 6

وَكَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ وَلِتَسْتَبِیْنَ سَبِیْلُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟۠

او په دې ډول موږ خپلې نښانې څرګندې بیانوو چې د مجرمانو لاره بيخي ښكاره شي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 6

قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَتَّبِعُ اَهْوَآءَكُمْ ۙ— قَدْ ضَلَلْتُ اِذًا وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُهْتَدِیْنَ ۟

ووايه! تاسي چې له الله نه پرته نور رابلئ د هغو له بندګۍ كولو نه زه منع كړاى شوى يم، ووايه ، زه به ستاسي د نفسي غوښتنو پيروي ونه كړم، كه ما داسې وكړل نو ګمراه شوم، او د سمې لارې له موندونكو څخه به نه شم. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 6

قُلْ اِنِّیْ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَكَذَّبْتُمْ بِهٖ ؕ— مَا عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ ؕ— اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ ؕ— یَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَیْرُ الْفٰصِلِیْنَ ۟

ووايه: زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل ولاړ يم او تاسو هغه دروغ ګڼلى، ما سره هغه څه نشته چې ستاسو ورته بيړه ده، د فيصلې واك الله لره دى، هغه حق بيانوي او هماغه غوره فيصله كوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 6

قُلْ لَّوْ اَنَّ عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ لَقُضِیَ الْاَمْرُ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟

ووايه: كه چېرى هغه څه ما سره وى چې ستاسو ورته بيړه ده نو زما او ستاسو ترمنځ به د دې كار پرېكړه شوې وه او الله په ظالمانو ډېر ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 6

وَعِنْدَهٗ مَفَاتِحُ الْغَیْبِ لَا یَعْلَمُهَاۤ اِلَّا هُوَ ؕ— وَیَعْلَمُ مَا فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ؕ— وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَّرَقَةٍ اِلَّا یَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِیْ ظُلُمٰتِ الْاَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَّلَا یَابِسٍ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟

له هماغه سره د غيبو ټولې کنجیانې دي چې له ده پرته بل څوك نه پرې پوهيږي، په وچه او لمده كې چې هر څه دي ورباندې پوهيږي، داسې كومه پاڼه نه رالويږي چې دى پرې عالم نه وي او نه به د ځمكى په ترږميو كې څه دانه وي (چى الله ته معلومه نه وي)، لامده او وچ ټول په يو روښانه كتاب كې (ليكل شوي) دي. info
التفاسير: