Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Qendra "Ruvad et-Terxheme

Numri i faqes:close

external-link copy
16 : 50

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهٖ نَفْسُهٗ ۖۚ— وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْدِ ۟

او بېشكه موږ انسان پيدا كړ او كوم خيالونه يې چې په زړه كې پيدا كيږي هغه راته معلوم دي او موږ هغه ته له شارګه هم ورنېږدې يو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 50

اِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیٰنِ عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِیْدٌ ۟

هغه وخت چې دوه اخېستونكي اخېستنه (ثبت) كوي چې ښي اوكيڼ لوري ته ناست وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 50

مَا یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلَّا لَدَیْهِ رَقِیْبٌ عَتِیْدٌ ۟

هغه (انسان) يوه وینا هم داسې له خولې نشي اېسلتى چې خوا كې يې چمتو څارونكى نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 50

وَجَآءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیْدُ ۟

او راغلې سختي د مرګ په رښتیا سره ( نو وبه ویلی شي) دا هغه څه دي چې ته له هغې نه تښتېدلې. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 50

وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْوَعِیْدِ ۟

او شپېلۍ كې به پو كړى شي، دا د عذاب د ژمنې ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 50

وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآىِٕقٌ وَّشَهِیْدٌ ۟

او هر كس به (داسې) راشي چې يو راوستونكى (چلوونکی) او يو شاهد به ورسره وي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 50

لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ ۟

يقيناً ته له دې نه بې پروايي كې وې خو موږ دې هغه پرده درنه لرې كړه نو نظر دې نن (ښه) تېز دى. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 50

وَقَالَ قَرِیْنُهٗ هٰذَا مَا لَدَیَّ عَتِیْدٌ ۟ؕ

او ملګرې (پرېښته) به يې ووايي دا دي څه چې ما سره و چمتو دي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 50

اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ

( وبه ویلی شي) وغورځوئ په جهنم كې هر كافر عنادي [ضدي]. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 50

مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُّرِیْبِ ۟ۙ

د خير ايساروونكى، تېرى كوونكى او شك كوونكى. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 50

١لَّذِیْ جَعَلَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَاَلْقِیٰهُ فِی الْعَذَابِ الشَّدِیْدِ ۟

هغه څوک چې له الله سره يې بل معبود جوړ كړى و نو (اوس) يې په سخت عذاب كې وغورځوئ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 50

قَالَ قَرِیْنُهٗ رَبَّنَا مَاۤ اَطْغَیْتُهٗ وَلٰكِنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟

ملګرى به يې وايي: زموږ ربه ما خو نه و بې لارې كړى خو دى په خپله په لرې بې لارې توب كې و. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 50

قَالَ لَا تَخْتَصِمُوْا لَدَیَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ اِلَیْكُمْ بِالْوَعِیْدِ ۟

الله به ووايي: (اوس) زما پر وړاندې ناندرۍ مه وهئ، ما خو لا مخکې د عذاب ژمنه درلېږلې وه. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 50

مَا یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَمَاۤ اَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠

له ما سره خبره نشي بدلېدلاى او نه زه پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 50

یَوْمَ نَقُوْلُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَاْتِ وَتَقُوْلُ هَلْ مِنْ مَّزِیْدٍ ۟

هغه ورځ چې جهنم ته ووايو: آيا ډک شوې؟ او هغه به وايي: آيا څه نور شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 50

وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ غَیْرَ بَعِیْدٍ ۟

او متقيانو ته به جنت رانېږدې كړى شي (هيڅ) لرې به نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 50

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِكُلِّ اَوَّابٍ حَفِیْظٍ ۟ۚ

دا هغه څه دي چې ژمنه به يې درسره كېدله، د هر راګرځېدونكي (الله ته) او (شريعت) ساتونكي لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 50

مَنْ خَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ وَجَآءَ بِقَلْبٍ مُّنِیْبِ ۟ۙ

څوک چې په غيبو له رحمانه وېرېدلى او په راګرځېدونكي زړه (الله ته) راغلى وي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 50

١دْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُلُوْدِ ۟

(وبه ويلی شي) داخل شئ جنت ته په سلامتیا سره، دا ورځ د همیشوالي ده. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 50

لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ فِیْهَا وَلَدَیْنَا مَزِیْدٌ ۟

د هغوى لپاره به هلته هغه څه وي چې غواړي يې او موږ سره لا زيات هم شته. info
التفاسير: