Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Qendra "Ruvad et-Terxheme

Numri i faqes:close

external-link copy
106 : 4

وَّاسْتَغْفِرِ اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟ۚ

له الله نه بخښنه وغواړه، بې شکه هغه ستر بخښونكى او مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 4

وَلَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِیْنَ یَخْتَانُوْنَ اَنْفُسَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ مَنْ كَانَ خَوَّانًا اَثِیْمًا ۟ۚۙ

كوم كسان چې له خپل ځان سره خيانت كوي ته د هغوی لخوا جنګ مه كوه، الله خائن ګناهګار نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 4

یَّسْتَخْفُوْنَ مِنَ النَّاسِ وَلَا یَسْتَخْفُوْنَ مِنَ اللّٰهِ وَهُوَ مَعَهُمْ اِذْ یُبَیِّتُوْنَ مَا لَا یَرْضٰی مِنَ الْقَوْلِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطًا ۟

خلكو نه يې پټول غواړي او الله نه يې نه پټوي حال دا چى دى (الله) خو هغه مهال هم ورسره و چې د شپى په مشوره كې يې نا خوښه خبرې كولې او الله له هغو كارو چې دوى يې كوي راچاپېردى. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 4

هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ جَدَلْتُمْ عَنْهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۫— فَمَنْ یُّجَادِلُ اللّٰهَ عَنْهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَمْ مَّنْ یَّكُوْنُ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا ۟

ای تاسو هغه خلك ياست چې د دنيا په ژوند كې مو د دوى په مخ كې جنګونه كول نو د قيامت په ورځ به د دوى له خوا څوك الله سره جګړه كوي يا به څوك د دوى وكيل شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
110 : 4

وَمَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا اَوْ یَظْلِمْ نَفْسَهٗ ثُمَّ یَسْتَغْفِرِ اللّٰهَ یَجِدِ اللّٰهَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟

او چا چى بدي وكړه يا يې پر خپل ځان ظلم وكړ بيا يې الله نه بخښنه وغوښته نو الله به مهربان بخښونكى بيامومي. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 4

وَمَنْ یَّكْسِبْ اِثْمًا فَاِنَّمَا یَكْسِبُهٗ عَلٰی نَفْسِهٖ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

او څوك چې ګناه كوي نو پر خپل ځان يې كوي او الله خو د حكمت او پوهې خاوند دى. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 4

وَمَنْ یَّكْسِبْ خَطِیْٓئَةً اَوْ اِثْمًا ثُمَّ یَرْمِ بِهٖ بَرِیْٓـًٔا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَّاِثْمًا مُّبِیْنًا ۟۠

او چا چې كومه خطا يا ګناه وكړه بيا يې تور په كوم بې ګناه كس ولګاوه، نو رښتيا چې د لوى بهتان او څرګندې ګناه پېټى يې واخيست. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 4

وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكَ وَرَحْمَتُهٗ لَهَمَّتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ اَنْ یُّضِلُّوْكَ ؕ— وَمَا یُضِلُّوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَضُرُّوْنَكَ مِنْ شَیْءٍ ؕ— وَاَنْزَلَ اللّٰهُ عَلَیْكَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ ؕ— وَكَانَ فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكَ عَظِیْمًا ۟

او كه د الله فضل او لورينه درباندې نه واى نو د هغو يوې ډلى خو دا غوښتل چې تا تېر باسي، حال دا چې له خپلو ځانو پرته يې بل څوك نه شو تېر اېستلى، او تا ته يې هم كوم تاوان نشو در رسولى، او الله پر تا باندى كتاب او حكمت را نازل كړى او هغه څه يې در ښوولي چې تا ته معلوم نه وو او پر تا د الله ډېر ستر فضل دى. info
التفاسير: