Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Qendra "Ruvad et-Terxheme

Numri i faqes:close

external-link copy
32 : 15

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

پروردګار پوښتنه وكړه: اى ابليسه! پر تا څه وشول چې تا له سجده كوونكو سره ملګرتيا ونه كړه؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 15

قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

و ویل (ابلیس) چې نه یم زه چې سجده دې وکړم بنده ته چې تا جوړ کړی د کړنګارې کوونکي تورې زړې خټې نه. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 15

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ

وفرمایل (الله تعالی) پس ووځه له هغه (جنته)، یقینا ته یې رټلی شوی. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 15

وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

او بی شکه پر تا باندې (ای شیطانه) لعنت دی د جزا تر ورځې پورې. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 15

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

وويل (ابليس): اى ربه زما! پس مهلت راكړه ما ته تر هغي ورځې پورې چې پورته كولی شي مړي (له قبرونو نه). info
التفاسير:

external-link copy
37 : 15

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

وفرمایل (الله تعالی) پس بي شكه ته (اى ابليسه) له مهلت وركړل شويو څخه يې. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 15

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

د ټاكلي وخت تر ورځې. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 15

قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

هغه وويل: زما پروردګاره! څنګه چې تا زه بې لارې كړم په هماغه شان به اوس زه په ځمكه كې د دوى لپاره د غولوونكو وسايلو په وړاندې كولو دوى ټول بې لارې كړم. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 15

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

مګر له دوی څخه ستا هغه بندګان چې بچ پاتي کړی شوي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 15

قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟

ويې فرمايل: دا هغه لاره ده چې سمه نیغه ماته رارسېدلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 15

اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟

بې شکه زما پر خاصو بندګانو ستا واک نشته، مګر هغه څوک چې ستا تابعداري وکړي د بې لارې شویو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 15

وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

او بیشکه چې جهنم (دوزخ) خامخا ځای د وعدی د دغو (ستا د پېروانو) دی د ټولو. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 15

لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠

چې دې (دوزخ) لره اوه دروازې دي او د هرې دروازې لپاره د دې خلکو نه برخه ده تقسیم کړی شوې. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 15

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ

یقینا پرهیزګاران خلک به وي په جنتونو او چینو کې. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 15

اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟

(ویلی کیږي به دوی ته) ننوځئ دې جنتونو ته په سلامتۍ سره په داسې حال کې چې په امن به یاستئ. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 15

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

او وبه باسو (لرې به کړو) هر هغه حسد چې د دې په سینو کې و، ورونه ورونه به وي او په تختونو به وي یو بل ته مخامخ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 15

لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟

نه به رسیږي دغه (جنتیانو) ته په دغه (جنت) کې هیڅ ستړې والی او نه به دوی د هغه نه ویستلی کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 15

نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

خبر ورکړه (ای پیغمبره!) زما بندګانو لره چې زه یم بخښنه کوونکی رحم کوونکی. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 15

وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟

او (بله دا چې) بې شکه عذاب زما هم دی دردناک عذاب. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 15

وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

او خبر ورکړه دوی ته په باره د میلمنو د ابراهیم -علیه السلام- کې. info
التفاسير: