Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto

Numri i faqes:close

external-link copy
12 : 7

قَالَ مَا مَنَعَكَ اَلَّا تَسْجُدَ اِذْ اَمَرْتُكَ ؕ— قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ۚ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟

الله تعالی ابلیس ته د رټنې په شکل وویل: څه شي ته منع کړې زما د حکم منلو نه تاته؛ په سجده کولو سره ادم -علیه السلام- ته؟ ابلیس خپل رب ته په جواب کې وویل: زه دې (خبرې) منع کړم چې زه غوره یم د هغه نه، ځکه تا زه له اور څخه پیداکړی یم، او هغه دې له خټې څخه پیدا کړی، او اور د خټې نه ډیر عزت والا (غوره) دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 7

قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا یَكُوْنُ لَكَ اَنْ تَتَكَبَّرَ فِیْهَا فَاخْرُجْ اِنَّكَ مِنَ الصّٰغِرِیْنَ ۟

الله تعالی ابلیس ته وویل: کوز شه ته د جنت نه، نو نه دي لائق تا لره چې تکبر وکړې په دې جنت کې؛ ځکه چې دا د پاکو خلکو کور دی، نو تالره نه دي جایز چې ته پدې کې پاتې شې، یقینا ته چې یې ای -ابلیسه- د سپکو او ذلیلانو څخه یې، او اګر که تا ته خپل ځان د ادم -علیه السلام- څخه بهتر او غوره ښکاري. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 7

قَالَ اَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

وویل ابلیس: ای ربه! ماته مهلت راکړه د دوباره راپاڅولو تر ورځې چې خلک له قبرونو څخه د (قیامت ) په ورځ راپاڅیږي، تر څو بې لارې کړم هغه څوک چې زما پرې وسه رسیږي د خلکو نه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 7

قَالَ اِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟

الله تعالی ورته وویل: ته چې یې -ای ابلیسه- د مهلت ورکړی شوو نه، د هغو کسانو نه چې ما پرې مرګ لیکلی په ورځ د لومړي پوکي کولو په ښکر کې تر دې چې ټول ژوندې مخلوقات مړه شي، او یوازې او یوازې د هغوی پیداکوونکی به پاتی شي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 7

قَالَ فَبِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۙ

ابلیس وویل: په دې وجه چې تا زه ګمراه کړم تر دې چې ما پریښودل ستا د حکم منل په سجدې کولو سره ادم -علیه السلام- ته خامخا زه به کینم بنی ادمو ته ستا په نیغه لاره؛ او خامخا اړوم به دوی لره او ګمراه کوم به دوی لره ستا د سمې لارې نه لکه څنګه چې واړولی شوم د سجدې کولو نه د دوی پلار ادم -علیه السلام- ته. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 7

ثُمَّ لَاٰتِیَنَّهُمْ مِّنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ اَیْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَآىِٕلِهِمْ ؕ— وَلَا تَجِدُ اَكْثَرَهُمْ شٰكِرِیْنَ ۟

بیا به زه راځم دوی ته د هر طرف نه د دې لپاره چې د اخرت څخه یې بې رغبته کړم، او د دنیا رغبت ورته ورکړم، او شبهې به ورته اچوم، او خواهشات به ورته خایسته کوم، او ته به نه مومې ډیر د دوی نه شکر کوونکي تا لره؛ د هغه کفر له وجې نه چې زه یې په دوی باندې بیانوم. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 7

قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُوْمًا مَّدْحُوْرًا ؕ— لَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

الله تعالی ورته وویل: ووځه -ای ابلیسه- د جنت څخه په داسې حال کې چې بد ویلی شوی یې؛ شړل شوی یې د الله تعالی له رحمت څخه، او خامخا زه به ډکوم جهنم د قیامت په ورځ ستا څخه او د هر هغه چا څخه چې ستا تابعداري یې کړې او د خپل رب نافرماني یې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 7

وَیٰۤاٰدَمُ اسْكُنْ اَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَیْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوْنَا مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او الله تعالی ادم -علیه السلام- ته وویل: ای ادمه! ووسیږه ته او میرمن ستا حواء په جنت کې، او خورئ د هغه څه نه چې په دې جنت کې دي د پاکو شیانو نه څه چې ستاسو خوښ وي، او مه خورئ تاسو د دې ونې نه (یوه ونه چې الله تعالی دې دواړو ته ښودلې وه) نو که تاسو دواړو د دې نه خوراک وکړ وروسته د منع کولو زما نه تاسو دواړه لره، نو تاسو به د الله تعالی د پولو څخه د تیریدونکو څخه یاستئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 7

فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّیْطٰنُ لِیُبْدِیَ لَهُمَا مَا وٗرِیَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْاٰتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهٰىكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هٰذِهِ الشَّجَرَةِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَا مَلَكَیْنِ اَوْ تَكُوْنَا مِنَ الْخٰلِدِیْنَ ۟

نو ابلیس دې دواړو ته پټه خبره (وسوسه) واچوله؛ د دې لپاره چې ښکاره کړي دې دواړو ته هغه چې پټ شوي د دې دواړو د عورتونو نه، او دې دواړو ته یې وویل: تاسو دواړه الله تعالی د دې ونې له خوراک څخه منع کړي نه یاست مګر د بد ګڼلو د دې وجې نه چې تاسو دواړه شئ ملایکې، او یا د بد ګڼلو د دې وجې نه چې تاسو دواړه په جنت کې د همیشه اوسیدونکو څخه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 7

وَقَاسَمَهُمَاۤ اِنِّیْ لَكُمَا لَمِنَ النّٰصِحِیْنَ ۟ۙ

او دې دواړو ته یې په الله تعالی قسم وکړ: یقینا زه یم تاسو لره -ای ادم او حواء- د خیرخواهانو څخه په هغه څه کې چې ما تاسو ته مشوره درکړه. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 7

فَدَلّٰىهُمَا بِغُرُوْرٍ ۚ— فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَطَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ ؕ— وَنَادٰىهُمَا رَبُّهُمَاۤ اَلَمْ اَنْهَكُمَا عَنْ تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَاَقُلْ لَّكُمَاۤ اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟

نو راویې غورځول دا دواړه د هغې منزلې چې دا دواړه پکې وو په دوکې او فریب سره، نو هر کله چې دې داوړو د هغې ونې نه خوراک وکړ چې منع کړی شوي ترې وو ښکاره شو دې دواړو ته د دوی دواړو پټ عورت، نو شروع شول دواړه چې لږولې یې په خپلو عورتونو پورې د جنت د پاڼو نه؛ د دې لپاره چې پټ کړي په دې سره خپل عورتونه، او اواز وکړ دوی ته رب د دوی او داسې يې ورته وفرمایل: آیا ما نه وئ منع کړي تاسو د خوراک د دې ونې نه، او تاسو دواړو ته ما نه و ویلی په داسې حال کې چې ویرولي مې وئ: چې بیشکه شیطان ستاسو لپاره دښمن دی د ښکاره دښمنۍ والا؟!. info
التفاسير:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• دلّت الآيات على أن من عصى مولاه فهو ذليل.
آیتونه په دې دلالت کوي چې یقینا چا چې د خپل رب نافرماني وکړه نو هغه به ذلیل او خوار وي. info

• أعلن الشيطان عداوته لبني آدم، وتوعد أن يصدهم عن الصراط المستقيم بكل أنواع الوسائل والأساليب.
شیطان خپله دښمني د بنی آدم سره اعلان کړې، او دا وعده یې کړې چې دوی به په خپلو ټولو وسیلو او اسبابو سره د سمې لارې نه بندوي. info

• خطورة المعصية وأنها سبب لعقوبات الله الدنيوية والأخروية.
د ګناه خطر او خبره داده چې یقینا دا سبب دی د الله تعالی د دنیوي او اخروي عذابونو. info