Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto

external-link copy
75 : 6

وَكَذٰلِكَ نُرِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ مَلَكُوْتَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلِیَكُوْنَ مِنَ الْمُوْقِنِیْنَ ۟

او لکه څرنګه چې مو ورته د خپل پلار او د خپل قوم ګمراهي وروښوده همدارنګه ورته بادشاهي د اسمانونو او پراخه ځمکې ښایو؛ د دې لپاره چې په دې پراخه بادشاهۍ د الله تعالی په یووالی او د هغه په یواځې د عبادت مستحق ګڼلو دلیل ونیسي؛ او د دې لپاره چې د یقین کوونکو څخه شي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی یوازې دی هیڅ شریک ورله نشته، او هغه په هر شي باندې قادر دی. info
التفاسير:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• الاستدلال على الربوبية بالنظر في المخلوقات منهج قرآني.
د الله تعالی په ربوبیت باندې دلیل نیول په نظر کولو سره په مخلوقاتو کې د قران کریم منهج دی. info

• الدلائل العقلية الصريحة توصل إلى ربوبية الله.
عقلي صریح دلیلونه انسان د الله تعالی ربوبیت ته رسوي. info