Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto

external-link copy
16 : 17

وَاِذَاۤ اَرَدْنَاۤ اَنْ نُّهْلِكَ قَرْیَةً اَمَرْنَا مُتْرَفِیْهَا فَفَسَقُوْا فِیْهَا فَحَقَّ عَلَیْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنٰهَا تَدْمِیْرًا ۟

او کله چې مونږ اراده وکړو د هلاکولو د یو قوم د هغوی د ظلم له وجې؛ نو امر وکړو په تابعدارۍ سره هغه چا ته چې غرور کې اچولی هغوی لره نعمتونو نو هغوی تابعداري ونه کړه، بلکې نافرماني یې وکړه او د تابعدارۍ څخه ووتل، نو ریښتیا شو په دوی باندې عذاب د بیخ کندۍ ایستلو، نو مونږ هلاک کړل هغوی په هلاکولو د بیخ کندۍ سره. info
التفاسير:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• من اهتدى بهدي القرآن كان أكمل الناس وأقومهم وأهداهم في جميع أموره.
چاچې هدایت حاصل کړو په هدایت د قرآن کریم نو دې به په ټولو خلکو کې پوره او برابر وي او په خپلو ټولو چارو کې به په سمه توګه روان وي. info

• التحذير من الدعوة على النفس والأولاد بالشر.
په خپل ځان او بچو باندې د بدو دعاوو څخه ډډه کول. info

• اختلاف الليل والنهار بالزيادة والنقص وتعاقبهما، وضوء النهار وظلمة الليل، كل ذلك دليل على وحدانية الله ووجوده وكمال علمه وقدرته.
د شپې او ورځې اختلاف په زیاتي او کمي کې او په یو بل پسې تلل راتلل، او د ورځې رڼا او د شپې تیاره، دا ټول کارونه دلالت کوونکي دي د الله تعالی په یووالي او د هغه په شتوالي او د هغه د علم او قدرت په کمال او پوره والي. info

• تقرر الآيات مبدأ المسؤولية الشخصية، عدلًا من الله ورحمة بعباده.
دا آیتونه د شخصي مسؤولیت اصل ټاکي او بیانوي یې، چې دا د الله تعالی له طرفه عدل دی او رحمت یې دی په خپلو بندګانو. info