Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto

فلق

Qëllimet e sures:
الحث على الاعتصام بالله من الشرور.
پر الله له بديو د ځان ساتنې ته هڅونه. info

external-link copy
1 : 113

قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ ۟ۙ

اې رسوله! ووايه: د سهار پر پالونکي ځان خوندي کوم او پر هغه پناه غواړم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 113

مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ ۟ۙ

له مخلوقاتو څخه د هغه چا له شره چې آزار رسوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 113

وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ اِذَا وَقَبَ ۟ۙ

او پر الله ځان ساتم له ټولو هغو شرونو څخه چې په شپه کې را ښکاره کيږي هغه که خزندې دي او که غله دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 113

وَمِنْ شَرِّ النَّفّٰثٰتِ فِی الْعُقَدِ ۟ۙ

او پر هغه (الله ) ځان ساتم د هغو کوډګرو له شره چې په غوټو کې پوکی کوي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 113

وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ اِذَا حَسَدَ ۟۠

او د کينه کوونکي له شره پرې ځان ساتم، کله چې هغه داسې عمل وکړي چې د هغه کينه یې ورته هڅوي. info
التفاسير:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• إثبات صفات الكمال لله، ونفي صفات النقص عنه.
د الله د پاره دي ټول د کمال صفتونه او د هر عیب څخه پاک دی.. info

• ثبوت السحر، ووسيلة العلاج منه.
د کوډو او له هغو څخه د درملنې د لارې ثبوت. info

• علاج الوسوسة يكون بذكر الله والتعوذ من الشيطان.
د وسوسې درملنه د الله په يادولو او له شيطان څخه په پناه غوښتلو سره کيږي. info