ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය

පිටු අංක:close

external-link copy
171 : 7

وَاِذْ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَاَنَّهٗ ظُلَّةٌ وَّظَنُّوْۤا اَنَّهٗ وَاقِعٌ بِهِمْ ۚ— خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّاذْكُرُوْا مَا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟۠

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ غر د خپل ځای څخه راوویست نو دبني اسرایېلو دپاسه مو پورته کړ هر کله چې هغوی انکار وکړ د قبلولو د هغو احکامو نه چې په تورات کې وو، نو غر د دوی دپاسه داسې شو لکه سوری شوی وریځ، او دوی دا یقین وکړ چې دا راغورځیدونکی دی په دوی باندې، او دوی ته وویل شو: ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي په ریښتیا او کوشش او قوي عزم سره، او یاد کړئ هغه احکام چې الله تعالی تاسو ته روا کړي او مه یې هیروئ؛ که دا کار وکړئ شاید د الله تعالی څخه وویریږئ. info
التفاسير:

external-link copy
172 : 7

وَاِذْ اَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِیْۤ اٰدَمَ مِنْ ظُهُوْرِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَاَشْهَدَهُمْ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ ۚ— اَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ۛۚ— شَهِدْنَا ۛۚ— اَنْ تَقُوْلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اِنَّا كُنَّا عَنْ هٰذَا غٰفِلِیْنَ ۟ۙ

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې راوویست رب ستا د شاګانو د بني ادمو نه د هغوی اولادونه، او د هغوی نه یې اقرار واخیست په خپل هغه ربوبیت چې د هغوی په فطرتونو کې یې ایښودلی دی د اقرار کولو نه په دې خبره چې دا د دوی خالق او پرورش کوونکی دی داسې یې ورته وویل: آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوی ټولو وویل: ولې نه ته زمونږ رب یې، الله تعالی وویل: مونږ په تاسو امتحان کړی او په تاسو مو لوظونه اخیستي تردې چې تاسو د قیامت په ورځ انکار ونه کړئ د الله تعالی د حجت نه په تاسو باندې، او داسې ووایئ:مونږ د دې په اړه معلومات نه درلودل. info
التفاسير:

external-link copy
173 : 7

اَوْ تَقُوْلُوْۤا اِنَّمَاۤ اَشْرَكَ اٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّیَّةً مِّنْ بَعْدِهِمْ ۚ— اَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟

او یا دا دلیل ونه وايې چې بیشکه د دوی پلاران چې وو هغوی دا لوظ مات کړی و نو د الله تعالی سره یې شرک کړی و، او تاسو چې وئ نو د خپلو پلارانو تقلید کوونکی وئ په هغه شرک کې چې تاسو پرې هغوی موندلی وو، نو بیا به داسې وایئ: آیا ته مونږ رانیسې -ای زمونږه ربه- په هغه کار چې کړی و زمونږ پلارانو؛ هغوی چې باطل کړي وو خپل عملونه په شرک کولو سره په الله تعالی باندې نو ته مونږ ته عذاب راکوې؟ نو زمونږ خو هیڅ ګناه نشته؛ ځکه چې مونږ ناخبره و او د خپلو پلارانو تقلید مو کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
174 : 7

وَكَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ وَلَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او لکه څرنګه چې مونږ آیتونه بیان کړل په انجام د دروغجنو قومونو کې همدارنګه یې مونږ دوی ته بیانوو؛ شاید چې دوی د شرک نه یوازې د الله تعالی بندګۍ ته راوګرځي؛ لکه څرنګه چې په هغه لوظ کې راغلي و چې دوی د خپلو ځانونو باره کې د الله تعالی سره کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
175 : 7

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ الَّذِیْۤ اٰتَیْنٰهُ اٰیٰتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَاَتْبَعَهُ الشَّیْطٰنُ فَكَانَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟

او ولوله -ای پیغمبره- په بني اسرایېلو باندې خبر د یو سړي چې د دوی نه و مونږ ورته خپل آیتونه ورکړي و نو هغه یې یاد کړي و او په هغه حق باندې هم پوهه شوی و چې دې آیتونو پرې دلالت کاوه، خو لیکن عمل یې پرې ونه کړ، بلکې پریېښودل او د هغه نه ئې ځان وویسته، نو شیطان ورپسې شو، او د دې خاص دوست وګرځید، نو شو دا د ګمراهانو او هلاک شوو نه وروسته د دې نه چې دا د هدایت موندونکو او کامیابانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
176 : 7

وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنٰهُ بِهَا وَلٰكِنَّهٗۤ اَخْلَدَ اِلَی الْاَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ ۚ— فَمَثَلُهٗ كَمَثَلِ الْكَلْبِ ۚ— اِنْ تَحْمِلْ عَلَیْهِ یَلْهَثْ اَوْ تَتْرُكْهُ یَلْهَثْ ؕ— ذٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ۚ— فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟

او که چیرته مونږ غوښتلی وی فایده ورکول ده ته په دې ایتونو نو خامخا اوچت کړی به وی مونږ ده لره په دې سره داسې چې د نیک عمل توفیق به مو ورکړی و، نو په دنیا او اخرت کې به اوچت شوی و، خو لیکن ده هغه څه اختیار کړل چې شرمیندګۍ ته یې رسوي کله چې ده د دنیا خواهشاتو ته مخه کړه او دنیا یې په خپل اخرت باندې غوره کړه، او تابعداري یې وکړه د هغه باطل چې د ده خواهش غوښته، نو د ده مثال په دنیا پسې د ډير حرص له وجې نه داسې دی لکه د سپي په شان چې همیشه په هر حال کې یې ژبه راویستلي وي، که په ځای ولاړ وي نو هم ژبه راوباسي، او که وشړل شي بیا هم ژبه راوباسي، دا بیان شوی مثال د هغه ګمراه قوم مثال دی چې زمونږ د ایتونو د دروغجن ګڼلو په وجه ګمراه شوي وي، نو ته بیان کړه -ای پیغمبره- قصې په دوې باندې؛ شاید چې دوی به فکر وکړي نو د خپل دروغجن ګڼلو او ګمراهۍ نه به بند شي. info
التفاسير:

external-link copy
177 : 7

سَآءَ مَثَلَا ١لْقَوْمُ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاَنْفُسَهُمْ كَانُوْا یَظْلِمُوْنَ ۟

نشته ډیر بدتر د هغه قوم نه چې نسبت د دروغو کوي زمونږ آیتونو او دلیلونو ته، او په هغه باندې تصدیق نه کوي، او دوی په دې سره په خپلو ځانونو ظلم کوي په رسولو د دې د هلاکت ځایونو ته. info
التفاسير:

external-link copy
178 : 7

مَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِیْ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟

الله تعالی چې چاته د هدایت توفیق ورکړي نیغې لارې ته نو هغه په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی؛ او څوک چې د نیغې لارې نه لرې کړي، نو دغه کسان نقصان کوونکي دي خپلو برخو لره، هغه کسان چې په تاوان کې اچولي خپل ځانونه او کورنۍ خپلې د قیامت په ورځ، خبردار دا ښکاره تاوان دی. info
التفاسير:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• المقصود من إنزال الكتب السماوية العمل بمقتضاها لا تلاوتها باللسان وترتيلها فقط، فإن ذلك نَبْذ لها.
د اسماني کتابونو د نازلیدو مقصد عمل کول دي د هغو په احکامو باندې نه یوازې په ژبه باندې د هغه تلاوت کول او لوستل يې، ځکه چې یوازې تلاوت کول او عمل پرې نه کول داسې دي لکه د هغه پریښودل. info

• أن الله خلق في الإنسان من وقت تكوينه إدراك أدلة الوحدانية، فإذا كانت فطرته سليمة، ولم يدخل عليها ما يفسدها أدرك هذه الأدلة، وعمل بمقتضاها.
الله تعالی په انسان کې د هغه د جوړولو د وخت څخه د الله تعالی د یو والي د پوهې دلیلونه پیدا کړي، نو که د هغه فطرت برابر وي، او هغه څه پرې داخل نشي چې دې لره خراب کړي نو په دې دلیلونو خامخا پوهیږي، او د دې مطابق عمل کوي. info

• في الآيات عبرة للموفَّقين للعمل بآيات القرآن؛ ليعلموا فضل الله عليهم في توفيقهم للعمل بها؛ لتزكو نفوسهم.
په دې آیتونو کې عبرت دی هغه چا ته چې د قران په آیتونو باندې د عمل کولو توفیق ورته ورکړی شوی دی؛ د دې لپاره چې وپیژني د الله تعالی په فضل په دوی باندې په توفیق ورکولو سره دې نیک عمل کولو ته؛ د دې لپاره چې د دوی نفسونه خوشحاله شي. info

• في الآيات تلقين للمسلمين للتوجه إلى الله تعالى بطلب الهداية منه والعصمة من مزالق الضلال.
په دې آیتونو کې خبر ورکول دي مسلمانانو ته په توجه کولو سره الله تعالی ته په غوښتلو د هدایت د هغه نه او په ځان ساتلو سره د ګمراهۍ د ځایونو نه. info