ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය

පිටු අංක:close

external-link copy
88 : 7

قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لَنُخْرِجَنَّكَ یٰشُعَیْبُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَكَ مِنْ قَرْیَتِنَاۤ اَوْ لَتَعُوْدُنَّ فِیْ مِلَّتِنَا ؕ— قَالَ اَوَلَوْ كُنَّا كٰرِهِیْنَ ۟ۚ

د شعيب له قومه هغو لويانو او مشرانو چې لويي يې کړې وه شعيب عليه السلام ته وويل: اې شعيبه! هرومرو به تا او هغه کسان چې ته يې رېښتينی بللی يې له خپل دغه کلي وباسو او يا دا چې زموږ دين ته را وګرځې، شعيب د تعجب او انکار په ډول ورته وويل: ايا موږ ستاسو د دين او ملت پيروي وکړو سره له دې چې موږ هغه نه خوښوو؛ نو بيا خو موږ د هغه څه پر بطلان پوه يو چې تاسې پرې ياست.
info
التفاسير:

external-link copy
89 : 7

قَدِ افْتَرَیْنَا عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اِنْ عُدْنَا فِیْ مِلَّتِكُمْ بَعْدَ اِذْ نَجّٰىنَا اللّٰهُ مِنْهَا ؕ— وَمَا یَكُوْنُ لَنَاۤ اَنْ نَّعُوْدَ فِیْهَاۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ رَبُّنَا ؕ— وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ؕ— عَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْنَا ؕ— رَبَّنَا افْتَحْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَاَنْتَ خَیْرُ الْفٰتِحِیْنَ ۟

که چېرته مونږ هم په هغه شرک او کفري عقیدي باور ولرو چې تاسو پرې یاست وروسته له دې چې الله تعالی ترې مونږ په خپل فضل سره ساتلي یو نو بیشکه مونږ به پر الله تعالی دروغ جوړ کړي وي، او زمونږ لپاره سمه نده چې ستاسو باطل دین ته دروګرځو مګر دا چې الله وغواړي چې هغه زمونږ رب دی، ځکه چې مونږ ټول د هغه د ارادې تابعدار یو، زمونږ رب په خپل علم سره هر شی احاطه کړی دی، چې هیڅ شی ورڅخه پټ نه پاتې کیږي، یواځې په الله تعالی مونږ باور کړی د دې لپاره چې مونږ په نیغه لار مضبوط کړي، او د دوزخ له لارې نه مو وساتي، ای زمونږه ربه! فیصله وکړه زمونږ او زمونږ د کافر قوم تر منځ په حقه سره، نو ته کامیاب کړه د حق والا مظلوم په سرکښه او ضدي ظالم باندې، نو ته چې یې -ای زمونږه ربه-! غوره فیصله کوونکی یې. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 7

وَقَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لَىِٕنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَیْبًا اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟

د شعیب-علیه السلام- له قوم څخه کافرو مشرانو او ملکانو چې د توحید بلنه یې نه منله او خلک یې له شعیب علیه السلام او د هغه له دین څخه منعه کول وویل: که چیرته تاسو ننوځئ -ای زمونږه قومه! د شعیب -علیه السلام- په دین کې، او پریږدئ خپل دین او د خپلو مشرانو دین نو تاسو به یقینا په دغه وخت کې هلاکیدونکي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 7

فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟

نو دوی سختې زلزلې ونیول، نو هلاک شول دوی؛ مړه په خپلو کورونو کې، نسکور پراته په خپلو زنګنونو او مخونو باندې، مړه په خپلو کورونو کې. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 7

الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا شُعَیْبًا كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا ۛۚ— اَلَّذِیْنَ كَذَّبُوْا شُعَیْبًا كَانُوْا هُمُ الْخٰسِرِیْنَ ۟

هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی وو ټول هلاک شول، او داسې شول ګویاکې دوی بیخې په خپلو کورونو کې نه وي اوسیدلي او نه یې پکې څه خوندونه اخیستلي وي، هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی و خاص هم دوی تاوانیان شول؛ ځکه چې دوی په تاوان کې واچول خپل ځانونه او هغه څه چې دوی لرل، او د هغه د قوم څخه مومنان خلک تاوانیان نه وو لکه څرنګه چې دې کافرانو دعوا کوله. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 7

فَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۚ— فَكَیْفَ اٰسٰی عَلٰی قَوْمٍ كٰفِرِیْنَ ۟۠

او مخ واړاوه لدوی څخه شعیب -علیه السلام- کله چې دوی هلاک شول، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما رسولي تاسو ته هغه څه چې زما رب یې ماته؛ تاسو ته په دررسولو امر کړی دی، او تاسو ته مې نصیحت هم کړی لیکن تاسو زما نصیحت قبول نه کړ، او زما ویناوو ته مو غاړه کېنښوده، نو څرنګه زه خپه شم په هلاکت د هغه قوم چې په الله تعالی باندې کفر کوي او په خپل کفر کلک ولاړ هم دي؟! info
التفاسير:

external-link copy
94 : 7

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّاۤ اَخَذْنَاۤ اَهْلَهَا بِالْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَضَّرَّعُوْنَ ۟

او نه دی لیږلی مونږ په هیڅ یو کلي کې د کلو نه یو پیغمبر د الله تعالی د پیغمبرانو نه، نو تکذیب وکړي د هغه کلي والا او کفر وکړي، مګر رانیولي مونږ دوی لره په غریبۍ، فقر او مرض سره د دې لپاره چې شاید دوی الله تعالی ته غاړه کیږدي او پریږدي دوی هغه کفر او لویي چې دوی پکې دي. او دا ویره ورکول دي قریشو لره او هر هغه چا لره چې کفر او تکذیب یې کړی دی په یادولو د طریقو د الله تعالی د پخوانیو امتونو باره کې. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 7

ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ السَّیِّئَةِ الْحَسَنَةَ حَتّٰی عَفَوْا وَّقَالُوْا قَدْ مَسَّ اٰبَآءَنَا الضَّرَّآءُ وَالسَّرَّآءُ فَاَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

وروسته لدې چې دوی مو په غریبۍ او مرض سره راونیول بیا بیرته مو مال ورکړ، امن او پراخي مو پرې راوسته تر دې چې شمېر یې زیات شو، او مالونه یې هم ډیر شول، او دوی وویل: مونږ ته چې کوم شر او خیر رارسیدلی و دا خو یو پخوانی عادت دی زمونږ نه مخکې زمونږ مشرانو ته هم رسیدلی و، او هغوی دا خبره نه وه کړې چې ګویا کې دوی ته چې کوم عذابونه رسیدلي وو دا د عبرت لپاره وو، او دوی ته چې کوم نعمتونه رسیدلي ګویا کې دا مهلت و دوی لره، نو مونږ راونیول دوی لره په عذاب باندې ناڅاپه حال دا چې دوی په عذاب باندې نه پوهیدل او نه یې د عذاب انتظار کاوه. info
التفاسير:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• من مظاهر إكرام الله لعباده الصالحين أنه فتح لهم أبواب العلم ببيان الحق من الباطل، وبنجاة المؤمنين، وعقاب الكافرين.
د الله تعالی خپلو نیکانو بندګانو لره د اکرام د نښو نه دا ده چې هغوی ته یې د علم دروازې خلاصې کړي په بیانولو د حق د باطل نه، او په نجات د مومنانو، او په سزا ورکولو سره کافرانو لره. info

• من سُنَّة الله في عباده الإمهال؛ لكي يتعظوا بالأحداث، ويُقْلِعوا عما هم عليه من معاص وموبقات.
د الله تعالی د طریقو څخه دا دي چې خپلو بندګانو ته مهلت ورکوي؛ د دې لپاره چې د پیښو نه عبرت واخلي، او په کومو ګناهونو او هلاکوونکو شیانو کې چې بوخت دي د هغه څخه لاس په سر شي (هغه پریږدي). info

• الابتلاء بالشدة قد يصبر عليه الكثيرون، ويحتمل مشقاته الكثيرون، أما الابتلاء بالرخاء فالذين يصبرون عليه قليلون.
په تکلیفونو باندې ازمیښت سره شاید ډیر خلک صبر وکړي، او شاید ډیر خلک د هغه تکلیفونه برداشت کړي، خو لیکن په پراخۍ باندې ازمیښت سره صبر کوونکي ډیر لږ دي. info