Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
61 : 43

وَاِنَّهٗ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُوْنِ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

او بې له شکه چې عیسی په خپله د قیامت ښوونه او پوهه ده نو تاسې به قیامت کې هیڅ شک مه کوئ او زما مننه وکړئ همدغه روغه او سمه لار ده. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 43

وَلَا یَصُدَّنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟

او باید شیطان مو له لارې څخه وانه اړوي. په رښتیا چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 43

وَلَمَّا جَآءَ عِیْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَلِاُبَیِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ تَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟

او کله چې عیسی له ښکاره معجزو سره هغوی ته راغی نو ویي ویل: زه له حکمت سره تاسې ته راغلی یم. ترڅو ځینې هغه څه درته څرګند کړم چې تاسې پکې اختلاف کوئ. نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 43

اِنَّ اللّٰهَ هُوَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

بې شکه چې الله زما رب دی او ستاسې هم نو یوازې د هغه عبادت وکړئ سمه لار یوازې همدا ده. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 43

فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ عَذَابِ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟

خو مختلفو پرګنو او ډلو په خپلو مینځونو کې اختلاف وکړ. نو د هغو خلکو چې ظلم يي کړی دردناکې ورځې له عذاب نه يي هلاکت او تباهي په برخه ده. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 43

هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

ایا اوس یوازې ددې انتظار کوي چې په ناببره توګه ورته قیامت راشي او دوی ترې خبر هم نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 43

اَلْاَخِلَّآءُ یَوْمَىِٕذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ اِلَّا الْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ۠

په هغه ورځ به پرته له پرهیزګارانو نور ټول دوستان یو دبل دښمن وي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 43

یٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ وَلَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ ۟ۚ

ای زما بنده ګانو! نن پر تاسې هیڅ ډار نشته او نه به تاسې غمجن شئ. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 43

اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

هغو کسانو چې زمونږ پر ایتونو يې ایمان راوړی دی او پوره غاړه يې ایښې. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 43

اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ اَنْتُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُوْنَ ۟

( ورته به وویل شي چې ) تاسې او ستاسې ښځې جنت ته ولاړ شئ هلته به خوښ کړای شئ. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 43

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِصِحَافٍ مِّنْ ذَهَبٍ وَّاَكْوَابٍ ۚ— وَفِیْهَا مَا تَشْتَهِیْهِ الْاَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْاَعْیُنُ ۚ— وَاَنْتُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

هلته به پرې د سرو زرو لوښي او ګیلاسونه ګرځولای شي. او هلته به ټول هغه څیزونه وي چې زړه يي خوښوي او سترګې پرې خوږيږي او تاسې به تل تر تله هملته واست. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 43

وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْۤ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او دا جنت ستاسې د هغو کړنو په بدل کې د میراث په توګه در کړای شو چې تاسو به په دنیا کې کولې. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 43

لَكُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ كَثِیْرَةٌ مِّنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟

ستاسې د خوراک لپاره هلته هر ډول ډیرې زیاتې میوې شته. info
التفاسير: