Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
48 : 43

وَمَا نُرِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ اِلَّا هِیَ اَكْبَرُ مِنْ اُخْتِهَا ؗ— وَاَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

مونږ هغوی ته د دلیل له پاسه دلیل وښوولو چې روستی به له پخواني څخه ډیر لوی و او هغوی مو په عذاب هم اخته کړل، تر څو له خپلې لارې نه راوګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 43

وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَ السّٰحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— اِنَّنَا لَمُهْتَدُوْنَ ۟

او هغوی وویل: ای د سحر لوی عالمه! د هغې وعدې له مخې چې ستا رب له تاسره کړې ده مونږ ته خلاصون وغواړه. مونږ به لار میندونکي شو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 43

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟

نو چې مونږ به ترې عذاب لرې کړ ناببره به يي خپلې وعدې ماتولې. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 43

وَنَادٰی فِرْعَوْنُ فِیْ قَوْمِهٖ قَالَ یٰقَوْمِ اَلَیْسَ لِیْ مُلْكُ مِصْرَ وَهٰذِهِ الْاَنْهٰرُ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِیْ ۚ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟ؕ

او فرعون د خپل قوم په وړاندې اعلان وکړ چې: ای زما قومه! ایا د مصر واکمني زما نده او دغه ویالې زما په واکمنۍ کې نه بهیږي؟ ایا تاسې يي نه وینئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
52 : 43

اَمْ اَنَا خَیْرٌ مِّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ مَهِیْنٌ ۙ۬— وَّلَا یَكَادُ یُبِیْنُ ۟

ایا زه غوره یم او که دغه سپک سړی چې خپله خبره هم ښه نه شي کولی؟ info
التفاسير:

external-link copy
53 : 43

فَلَوْلَاۤ اُلْقِیَ عَلَیْهِ اَسْوِرَةٌ مِّنْ ذَهَبٍ اَوْ جَآءَ مَعَهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ مُقْتَرِنِیْنَ ۟

ولې هغه ته د سرو زرو بنګړي په لاس نه شول؟ او ولې ورسره د ملایکو کتار روان نه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 43

فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهٗ فَاَطَاعُوْهُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟

فرعون خپل قوم سپک وګاڼه او هغوی يي پیروي وکړه په رښتیا چې قوم يي فاسق و. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 43

فَلَمَّاۤ اٰسَفُوْنَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

نو بالاخره چې مونږ يي په قهر کړو نو غچ مو ترې واخیست او ټول مو په اوبو کې ډوب کړل. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 43

فَجَعَلْنٰهُمْ سَلَفًا وَّمَثَلًا لِّلْاٰخِرِیْنَ ۟۠

د کافرانو لپاره مو مخکښان او د راتلونکو نسلونو لپاره مو پند او عبرت وګرځول. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 43

وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلًا اِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ یَصِدُّوْنَ ۟

او کله چې د مریمې ځوی دمثال په ډول وړاندې شو نو ستا قوم د خندا او مسخرو شور جوړ کړ. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 43

وَقَالُوْۤا ءَاٰلِهَتُنَا خَیْرٌ اَمْ هُوَ ؕ— مَا ضَرَبُوْهُ لَكَ اِلَّا جَدَلًا ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُوْنَ ۟

او ويي ویل: ایا زمونږ خدایان ښه دي که هغه؟ د مثال يې تاته یوازې د جګړې او جنجال لپاره وړاندې کړی دی. په رښتیا چې هغوی یو جنجالي قوم دی. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 43

اِنْ هُوَ اِلَّا عَبْدٌ اَنْعَمْنَا عَلَیْهِ وَجَعَلْنٰهُ مَثَلًا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

عیسی یوازې او یوازې یو داسې غوره بنده وو چې مونږ پرې لورینه کړې او د بني اسرائیلو لپاره مو مثال ګرځولی و. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 43

وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنْكُمْ مَّلٰٓىِٕكَةً فِی الْاَرْضِ یَخْلُفُوْنَ ۟

که مونږ غوښتی وای نو ستاسې له هلاکت وروسته به مو ملایکې پیدا کړې وای چې په ځمکه کې به يي ستاسې پر ځای ژوند کاو. info
التفاسير: