Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
62 : 38

وَقَالُوْا مَا لَنَا لَا نَرٰی رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِّنَ الْاَشْرَارِ ۟ؕ

او وايي به پر موږ څه شوي هغه سړي خو (اوس) نه وينو چې موږ به شريان (بدیان) ګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 38

اَتَّخَذْنٰهُمْ سِخْرِیًّا اَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْاَبْصَارُ ۟

موږ (په نا حقه) هغوی مسخره كړي وو، او كه هغوى چېرته له نظره پناه دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 38

اِنَّ ذٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ اَهْلِ النَّارِ ۟۠

بيشكه دا خبره رښتيا ده، په دوزخيانو کې همداسې شخړې كيدونكې دي. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 38

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مُنْذِرٌ ۖۗ— وَّمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟ۚ

ورته وايه زه خو يو وېروونكى يم، او كوم بل لایق د عبادت نشته پرته له يوه برلاسي الله څخه. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 38

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟

هماغه د آسمانو، ځمكې او ترمنځ شيانو برلاسى (او) بخښونكى رب. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 38

قُلْ هُوَ نَبَؤٌا عَظِیْمٌ ۟ۙ

ورته وايه هغه يو لوى خبر دى. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 38

اَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُوْنَ ۟

چې تاسو ترې مخ ګرځونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 38

مَا كَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَاِ الْاَعْلٰۤی اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

ما سره هیڅ پوهه نه وه په حال د هغه ملایکو چې بره دي کله یې چې بحثونه کول. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 38

اِنْ یُّوْحٰۤی اِلَیَّ اِلَّاۤ اَنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

وحي نه کیږي ما ته مګر د دې چې بیشکه هم دا خبره ده چې زه ویروونکې یم ښکاره (له عذابه). info
التفاسير:

external-link copy
71 : 38

اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ ۟

كله چې ستا رب پرېښتو ته وويل: زه له خټې نه د بشر پيداكوونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 38

فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟

نو كله چې زه هغه په بشپړه توګه جوړ كړم او په هغه کې د خپل طرفه روح پو كړم نو تاسي د هغه پر وړاندې په سجده پريوځئ. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 38

فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ

بيا ګردو (ټولو) ملايكو سجده وكړه په ګډه. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 38

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اِسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

خو پرته له ابليسه، هغه لويي وكړه او له كافرانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 38

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا مَنَعَكَ اَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ ؕ— اَسْتَكْبَرْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِیْنَ ۟

ويې فرمايل: اې ابليسه! څه شي ايسار كړې تر څو هغه څه ته سجده وكړې كوم چې ما په خپلو دوه لاسو پيدا كړى؟ كبر دې وكړ كه ته (همداسې) له لويانو څخه يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 38

قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ؕ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟

هغه وویل: زه غوره يم له هغه څخه، زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دى له خټې پيدا كړی. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 38

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙۖ

ویې فرمایل: پس ووځه له دې (جنت) څخه پس بېشكه ته رټلی شوی يې. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 38

وَّاِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

او بېشکه د قيامت تر ورځې پوری به پر تا زما لعنت وي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 38

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

ابلیس وویل:ای زما ربه! نو دوى چې راپاڅيږي پس له مرګه تر هغې ورځې خو مهلت راكړه. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 38

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

ويې فرمايل: (بس) ته به له ځنډېدليو څخه يې. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 38

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

د ټاكلي وخت تر ورځې. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 38

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

ابلیس وویل: نو ستا پر عزت مې قسم چې حتماً به دوى ټول بې لارې كړم. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 38

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

پرته ستا له هغو بندګانو چې له دوى نه راچاڼ شوي دي. info
التفاسير: