Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
43 : 38

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟

او موږ هغه ته د ده كورنۍ او ورسره هغومره نور وبخښل (ورکړل)، زموږ له لوري د يو رحمت په توګه، او د هوښيارانو لپاره يو نصيحت. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 38

وَخُذْ بِیَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِّهٖ وَلَا تَحْنَثْ ؕ— اِنَّا وَجَدْنٰهُ صَابِرًا ؕ— نِّعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

او د ډكو يوه ګېډۍ دې په لاس كې واخله، (خپله مېرمن) پرى ووهه او قسم مه ماتوه، هغه يقيناً موږ صابر وموند، غوره بنده و، بېشكه هغه (الله ته) ډېر ورګرځېدونكى و. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 38

وَاذْكُرْ عِبٰدَنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ اُولِی الْاَیْدِیْ وَالْاَبْصَارِ ۟

او زموږ (خاص) بندګان ابراهيم، اسحاق او يعقوب (علیهم السلام) در ياد كړه چې د لاسو او سترګو خاوندان وو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 38

اِنَّاۤ اَخْلَصْنٰهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَی الدَّارِ ۟ۚ

هغوى موږ په يوه ځانګړتيا يعنې د اّخرت په يادولو سره غوره كړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 38

وَاِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ

او هغوى زموږ پر وړاندې خامخا له غوره شويو نېکو خلكو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 38

وَاذْكُرْ اِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— وَكُلٌّ مِّنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ

او اسماعيل، اليسع او ذوالكفل (علیهم السلام) در ياد كړه او (دا) ټول له ښو خلكو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 38

هٰذَا ذِكْرٌ ؕ— وَاِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ لَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟ۙ

دايوه يادونه ده، د پرهيزګارانو لپاره، په يقيني ډول ډير ښه استوګنځی دى. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 38

جَنّٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْاَبْوَابُ ۟ۚ

(يعنې) د دوى لپاره د پرانيستو ورونو جنتونه د همیشوالي دي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 38

مُتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ وَّشَرَابٍ ۟

هغوى به په کې تكيه وهونكي ناست وي، د ښو مېوو او څښلو وړ شيانو غوښتونكي به وي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 38

وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ اَتْرَابٌ ۟

او دوى سره به ښكته نظر اچونكې همزولې (حورې) وي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 38

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟

دا ده هغه وعده چې تاسو ته د حساب ورځې لپاره دركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 38

اِنَّ هٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهٗ مِنْ نَّفَادٍ ۟ۚۖ

بېشكه دا زموږ (له خوا) يو داسې رزق دى چې ختمېدل يې نشته. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 38

هٰذَا ؕ— وَاِنَّ لِلطّٰغِیْنَ لَشَرَّ مَاٰبٍ ۟ۙ

دا خو وشوه، او بېشكه د سر كښانو لپاره ډېر ناكاره استوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 38

جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟

چې هغه دوزخ دى، هغوى به ورننوځي خو ډېره بده بستره ده. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 38

هٰذَا ۙ— فَلْیَذُوْقُوْهُ حَمِیْمٌ وَّغَسَّاقٌ ۟ۙ

دا دى د هغو لپاره، نو هغوى دې خوند وڅكي د خوټکيدلو اوبو، وينو زوو. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 38

وَّاٰخَرُ مِنْ شَكْلِهٖۤ اَزْوَاجٌ ۟ؕ

او د دې په شان نور ډول ډول (عذابونه). info
التفاسير:

external-link copy
59 : 38

هٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ ۚ— لَا مَرْحَبًا بِهِمْ ؕ— اِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ ۟

دا يوه (بله) ننوتونكې ډله ده له تاسي سره، دوى ته دې هېڅ هر كلى نه وي، يقيناً هغوى اور ته ننوتونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 38

قَالُوْا بَلْ اَنْتُمْ ۫— لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ؕ— اَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوْهُ لَنَا ۚ— فَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟

هغوى به وايي بلكې تاسو ته دې هركلى نه وي، همدا تاسو موږ ته راوړاندې كړى دى نو (دا) ډېر بد تمځاى دى. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 38

قَالُوْا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا هٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِی النَّارِ ۟

دوى به ووايي: زموږ ربه! چا چې دا (د كفر دود) موږ ته راوړاندې كړى وي هغه ته په اور كې دوه برابره عذاب ور زيات كړه. info
التفاسير: