Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Sarfaraz

Número de página:close

external-link copy
114 : 20

فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۚ— وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْاٰنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّقْضٰۤی اِلَیْكَ وَحْیُهٗ ؗ— وَقُلْ رَّبِّ زِدْنِیْ عِلْمًا ۟

لوړ را پورته دی الله رښتینی او حقیقي واکمن:او ای محمده!د قران په لوستلو کې تر هغو تلوار مه کوه چې تاته يي په بشپړ ډول وحې وشي.اووایه ای زما ربه!علم مې را ډیر کړه. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 20

وَلَقَدْ عَهِدْنَاۤ اِلٰۤی اٰدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِیَ وَلَمْ نَجِدْ لَهٗ عَزْمًا ۟۠

او مونږ له دې نه وړاندې ادم ته حکم کړی و،خو هغه هیر کړ او مونږ په هغه کې کلک هوډونه میند. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 20

وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰی ۟

او یاد کړه چې مونږ ملایکو ته وویل:ادم ته سجده وکړئ ټولو سجده وکړه خو یوازې ابلیس انکار وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 20

فَقُلْنَا یٰۤاٰدَمُ اِنَّ هٰذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا یُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقٰی ۟

مونږ وویل:ادمه!دا ابلیس ستا او ستا د میرمنې دښمن دی باید له جنت نه موونه باسي که نه نو له کړاوونو سره به مخ شئ. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 20

اِنَّ لَكَ اَلَّا تَجُوْعَ فِیْهَا وَلَا تَعْرٰی ۟ۙ

او په دې جنت کې نه ته وږی کیږې،او نه بربنډ. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 20

وَاَنَّكَ لَا تَظْمَؤُا فِیْهَا وَلَا تَضْحٰی ۟

نه پکې تږی کیږې،او نه دې لمر وهي. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 20

فَوَسْوَسَ اِلَیْهِ الشَّیْطٰنُ قَالَ یٰۤاٰدَمُ هَلْ اَدُلُّكَ عَلٰی شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَّا یَبْلٰی ۟

خو شیطان په زړه کې خبره ورواچوله او ورته یي وویل:ادمه!ایا د تل پاتې کیدلو او د واکمنۍ د نه تیریدلو ونه دروښایم؟ info
التفاسير:

external-link copy
121 : 20

فَاَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَطَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ ؗ— وَعَصٰۤی اٰدَمُ رَبَّهٗ فَغَوٰی ۪۟ۖ

هغوی دواړو له ونې نه خوراک وکړ هغه وو چې عورت یي بربنډ او د جنت د پاڼو د اچولو هڅه يي پرې وکړه.ادم له خپل رب نه سروغړاو،نو وښوئید. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 20

ثُمَّ اجْتَبٰهُ رَبُّهٗ فَتَابَ عَلَیْهِ وَهَدٰی ۟

بیا رب يي هغه غوره،توبه یې قبوله او لارښوونه يي ورته وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 20

قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِیْعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— فَاِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ مِّنِّیْ هُدًی ۙ۬— فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَایَ فَلَا یَضِلُّ وَلَا یَشْقٰی ۟

او ويي فرمایل:تاسې دواړه له جنت نه ښکته ځیني به مو د ځینو نورو دښمنان وي.نو که چیرې زما له لورې ښوونه درته راغله نو چا چې زما ښوونه ومنله،نه به بې لارې کیږي. او نه به په کړاوونو اخته شي. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 20

وَمَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِیْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِیْشَةً ضَنْكًا وَّنَحْشُرُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَعْمٰی ۟

او څوک چې زما له پند نه مخ واړوي نو د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوندوي او د قیامت په ورځ به یې ړوند را پاڅوو. info
التفاسير:

external-link copy
125 : 20

قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِیْۤ اَعْمٰی وَقَدْ كُنْتُ بَصِیْرًا ۟

هغه به ووایې:پرودګاره!زه دې ولې ړوند راپاڅولم!زه خو په دنیا کې سترګه وروم. info
التفاسير: