Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Sarfaraz

Número de página:close

external-link copy
77 : 20

وَلَقَدْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی ۙ۬— اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْ فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِیْقًا فِی الْبَحْرِ یَبَسًا ۙ— لَّا تَخٰفُ دَرَكًا وَّلَا تَخْشٰی ۟

او مونږ موسې ته وحې وکړه چې زما بنده ګان په شپه کې روان،او په دریاب کې ورته وچه لپاره جوړه کړه. دا ډار دې درسره نه وي چې وبه نیول شې یا به په اوبو کې غرق شې. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 20

فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُوْدِهٖ فَغَشِیَهُمْ مِّنَ الْیَمِّ مَا غَشِیَهُمْ ۟ؕ

نو سم له لاسه فرعون د خپل لښکر سره د هغوی پسې شو خو سیند ښه پوره راګیر کړل. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 20

وَاَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهٗ وَمَا هَدٰی ۟

فرعون خپل قوم بي لارې کړ او سمه لار یې نه وه ورښوولې. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 20

یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ قَدْ اَنْجَیْنٰكُمْ مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوٰعَدْنٰكُمْ جَانِبَ الطُّوْرِ الْاَیْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰی ۟

ای بني اسرائیلو!مونږ تاسې له دښمن نه خلاص کړئ له تاسې سره مي د طور غره په ښي اړخ کې وعده وکړه او هم مې درته من او سلوی راښکته کړل. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 20

كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِیْهِ فَیَحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبِیْ ۚ— وَمَنْ یَّحْلِلْ عَلَیْهِ غَضَبِیْ فَقَدْ هَوٰی ۟

زمونږ درکړي پاکه روزي وخورئ خوله پولومه اوړئ.که نه نو زما عذاب به در باندې راښکته شي.او په چا چې زما عذاب راښکته شو نو په رښتیا چې ښه پوره وښوئید. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 20

وَاِنِّیْ لَغَفَّارٌ لِّمَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدٰی ۟

او زه دهغو کسانو ښه بښونکی یم چې ماته راګرځیدلي ایمان يي راوړی.نیکه کړنه يي کړې او بیا په همدې لار پاتې شي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 20

وَمَاۤ اَعْجَلَكَ عَنْ قَوْمِكَ یٰمُوْسٰی ۟

او ای موسې!څه شي ته له خپل قوم نه ژر راوستلې؟ info
التفاسير:

external-link copy
84 : 20

قَالَ هُمْ اُولَآءِ عَلٰۤی اَثَرِیْ وَعَجِلْتُ اِلَیْكَ رَبِّ لِتَرْضٰی ۟

موسې وویل:هغوی دغه دي په ما پسې را روان دي خو زما ربه!ما ځکه تلوار وکړ چې ته رانه خوښ شي. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 20

قَالَ فَاِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنْ بَعْدِكَ وَاَضَلَّهُمُ السَّامِرِیُّ ۟

الله وفرمایل:مونږ له تا وروسته ستا قوم په ازمیښت کړ او سامري بې لارې کړ. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 20

فَرَجَعَ مُوْسٰۤی اِلٰی قَوْمِهٖ غَضْبَانَ اَسِفًا ۚ۬— قَالَ یٰقَوْمِ اَلَمْ یَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا ؕ۬— اَفَطَالَ عَلَیْكُمُ الْعَهْدُ اَمْ اَرَدْتُّمْ اَنْ یَّحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَخْلَفْتُمْ مَّوْعِدِیْ ۟

موسې خورا له قهر نه ډک او ډیر غمژن قوم ته ورستون او ويي ویل:ای زما قومه!ایا رب مو درسره ښه وعده نه وه کړې؟ ایا پر تاسې وخت ډيرو اووښت او که غوښتل مو چې د خپل رب قهر در باندې راښکته شي؟ نو ځکه مو زما له وعدې نه مخ واړاوه؟ info
التفاسير:

external-link copy
87 : 20

قَالُوْا مَاۤ اَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلٰكِنَّا حُمِّلْنَاۤ اَوْزَارًا مِّنْ زِیْنَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنٰهَا فَكَذٰلِكَ اَلْقَی السَّامِرِیُّ ۟ۙ

هغوی وویل:مونږ له تاسره په خپله خوښه وعده خلافي نه ده کړې خبره داده چې پر مونږ د فرعون د قوم ګاڼې درنې شوې وې هغه مو وغورځولې.او سامري هم زمونږ په شان وغورځولې. info
التفاسير: