Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Centro Rowad

Número de página:close

external-link copy
12 : 7

قَالَ مَا مَنَعَكَ اَلَّا تَسْجُدَ اِذْ اَمَرْتُكَ ؕ— قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ۚ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟

وې فرمايل: څه شي له سجدې كولو منع كړې كله چې ما امر درته وكړ؟ ويلې: زه خو ترې غوره يم! زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دې له خټې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 7

قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا یَكُوْنُ لَكَ اَنْ تَتَكَبَّرَ فِیْهَا فَاخْرُجْ اِنَّكَ مِنَ الصّٰغِرِیْنَ ۟

ويې فرمايل: نو ته له دې ځايه كوز شه، تا ته دا حق نشته چې لويي پكې وكړې، نو وځه! رښتيا چې ته له ذليلانو يې. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 7

قَالَ اَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

ويې ويل: ماته تر هغې ورځې مهلت راكړه چې دوی راپاڅول کېږي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 7

قَالَ اِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟

وویل (الله تعالی) بیشکه ته یې له مهلت ورکړی شوو څخه (د قیامت تر ورځې). info
التفاسير:

external-link copy
16 : 7

قَالَ فَبِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۙ

ويې ويل: نو په دې چې تا زه دې په بې لارېتوب اخته كړم، خامخا به دوی ته ستا په سمه لاره کې كښېنم. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 7

ثُمَّ لَاٰتِیَنَّهُمْ مِّنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ اَیْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَآىِٕلِهِمْ ؕ— وَلَا تَجِدُ اَكْثَرَهُمْ شٰكِرِیْنَ ۟

بيا به يې مخې ته هم راځم او له څټه، ښۍ خوا او كيڼې خوا يې هم او زياتره به يې شكر ويستونكي نه مومې. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 7

قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُوْمًا مَّدْحُوْرًا ؕ— لَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

ويې فرمايل: وځه! له دې (ځايه) سپك اورټل شوی، له دوى نه چې هر چا ستا تابعداري وكړه، خامخا به تاسو ټولو نه جهنم ډكوم. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 7

وَیٰۤاٰدَمُ اسْكُنْ اَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَیْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوْنَا مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او اې آدمه! ته او مېرمن دې دواړه په جنت كې او سېږئ، او له كومه ځايه مو چې خوښه وي هر څه خورئ خو دغى ونې ته مه وړ لنډېږئ، بيا به له ظالمانو ياست. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 7

فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّیْطٰنُ لِیُبْدِیَ لَهُمَا مَا وٗرِیَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْاٰتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهٰىكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هٰذِهِ الشَّجَرَةِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَا مَلَكَیْنِ اَوْ تَكُوْنَا مِنَ الْخٰلِدِیْنَ ۟

بيا نو دواړو ته شيطان وسوسه ور واچوله تر څو هغه شرم ځايونه يې چې يو له بله پټ كړى شوي وو، دوى ته ورڅرګند كړي او ويې ويل: رب مو تاسو له دغې ونې ځكه ايسار كړي ياست چې هسې نه پرښتې شئ او يا تلپاتې كېدونكي شئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 7

وَقَاسَمَهُمَاۤ اِنِّیْ لَكُمَا لَمِنَ النّٰصِحِیْنَ ۟ۙ

او قسم يې وخوړ چې زه مو خير غوښتونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 7

فَدَلّٰىهُمَا بِغُرُوْرٍ ۚ— فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَطَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ ؕ— وَنَادٰىهُمَا رَبُّهُمَاۤ اَلَمْ اَنْهَكُمَا عَنْ تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَاَقُلْ لَّكُمَاۤ اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟

نو همداسې يې دوى په غولولو سره راكوز كړل، بيا يې كله چې د هغې ونې (خواړه) وڅكل، عورتونه يې ورته څرګند شول او په ځان پورې يې د جنت د پاڼو نښلول پیل كړل نو رب يې ورته اواز وكړ: آيا تاسو مې له دغې ونې ايسار كړي نه وئ؟ او نه مې و درته ويلي چې دا شيطان ستاسو يو څرګند غليم دى؟ info
التفاسير: