Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Centro Rowad

Número de página:close

external-link copy
96 : 7

وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْقُرٰۤی اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَرَكٰتٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ وَلٰكِنْ كَذَّبُوْا فَاَخَذْنٰهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

او كه چېرى د دې كليو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې كړې واى نو پر دوى به مو د اسمان او ځمكې د بركتونو (دروازې) پرانيستلې وې، خو دروغ يې وګڼل (رسولان) نو په هغه عمل كې مو راونيول چې دوى كولو. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 7

اَفَاَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤی اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا بَیَاتًا وَّهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟ؕ

ايا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې د شپې په ويدو به زموږ عذاب ورته راشي؟ info
التفاسير:

external-link copy
98 : 7

اَوَاَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤی اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا ضُحًی وَّهُمْ یَلْعَبُوْنَ ۟

يا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې په (رڼا) غرمه به زموږ عذاب ورته راشي په داسې حال چې دوى به لوبې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 7

اَفَاَمِنُوْا مَكْرَ اللّٰهِ ۚ— فَلَا یَاْمَنُ مَكْرَ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠

آيا د الله له پټ تدبيره ډاډه دي؟ نو د الله له پټ تدبيره خو پرته له تباه كېدونكي قومه بل څوك نه بې غمه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 7

اَوَلَمْ یَهْدِ لِلَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِ اَهْلِهَاۤ اَنْ لَّوْ نَشَآءُ اَصَبْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ ۚ— وَنَطْبَعُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ ۟

آيا هغوى ته چې له (پخوانيو) خلكو وروسته ځمكه په ميراث اخلي، نه ده څرګنده شوې چې كه موږوغواړو نو په ګناهونو يې سزا وركولى شو او په زړونو به يې مهر ووهو بيا به هغوى څه نه اوري. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 7

تِلْكَ الْقُرٰی نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآىِٕهَا ۚ— وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ۚ— فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِ الْكٰفِرِیْنَ ۟

دا (هغه) كلي چې موږ يې تاته كيسې بيانوو، او رسولان يې هم له څرګندو نښانو سره ورته راغلي وو، خو كوم شى چې دوى مخكى دروغ ګڼلى و بيا په هغه ايمان راوړونكي نه وو، همدارنګه الله به د دې كافرانو په زړونو هم مهر وهي. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 7

وَمَا وَجَدْنَا لِاَكْثَرِهِمْ مِّنْ عَهْدٍ ۚ— وَاِنْ وَّجَدْنَاۤ اَكْثَرَهُمْ لَفٰسِقِیْنَ ۟

او په زياترو كې يې موږ څه لوز نه دى موندلى بلكې زياتره يې موږ فاسقان موندلي دى. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 7

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُّوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَظَلَمُوْا بِهَا ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

بيا مو له خپلو نښانو سره له دوې وروسته فرعون او د هغه (د قوم) مشرانو ته موسى ولېږلو خو هغوى ظالمانه چلند ورسره وكړ نوګوره چې د هغو ورانكارو انجام څنګه شو؟ info
التفاسير:

external-link copy
104 : 7

وَقَالَ مُوْسٰی یٰفِرْعَوْنُ اِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

او موسى وويل ای فرعونه! زه د مخلوقاتو د رب له خوا يو استازى راغلى يم. info
التفاسير: