[۲] د هجرت شرط یوازې پیغمبر لپاره ؤ پر مسلمانانو نه هغه وخت لازم و او نه اوس( تفسیر الماوردی).
[۳] مسلمان له کتابي ښځې سره نکاح کولای شي خو پر پیغمبر لازم وه چې ښځه ئي باید مسلمانه وی( فتح القدیر).
[۴] پیغمبر ته اجازه وه چې بې له مهر نه چې څوک ځان ور وبښي نکاح ورسره وکړي خو نور مسلمانان يې له مهر نه نکاح نه شي کولی بلکې له نکاح سره مهر پخپله ورباندې لازمیږي( فتح القدیر).
[۵]له څلورو به زیاتي نه کوي. مهر او شاهدان به پکې وي( تفسیر الماوردی).