د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
50 : 33

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِنَّاۤ اَحْلَلْنَا لَكَ اَزْوَاجَكَ الّٰتِیْۤ اٰتَیْتَ اُجُوْرَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ یَمِیْنُكَ مِمَّاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلَیْكَ وَبَنٰتِ عَمِّكَ وَبَنٰتِ عَمّٰتِكَ وَبَنٰتِ خَالِكَ وَبَنٰتِ خٰلٰتِكَ الّٰتِیْ هَاجَرْنَ مَعَكَ ؗ— وَامْرَاَةً مُّؤْمِنَةً اِنْ وَّهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِیِّ اِنْ اَرَادَ النَّبِیُّ اَنْ یَّسْتَنْكِحَهَا ۗ— خَالِصَةً لَّكَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَیْهِمْ فِیْۤ اَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ لِكَیْلَا یَكُوْنَ عَلَیْكَ حَرَجٌ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟

ای پیغمبره! مونږ درته هغه ښځې روا کړې دی چې تا يې مهر ورکړی او هغه وینځې مو هم درته روا کړي چې الله ستاسې په واک کې درکړي دي او ستاسې د تره، ترور، ماما، او توړۍ هغه لوڼې موهم درته روا کړي چې له تاسې سره يې هجرت کړی دی[۲] او هغه[۳] مومنه ښځه هم درته روا ده چې خپل ځان پیغمبر ته بښي[۴] او پیغمبر يي هم د واده کولو هیله من وي. دا لورینه پرته له مؤمنانو یوازې او یوازې پرتا ده. مونږ ته معلوم دي چې مونږ پر مؤمنانو د هغوی دښځو او وینځو په هکله مقررات [۵] ټاکلي دي. او ځينې ځانګړې لورینې مو یوازې پر تا ځکه وکړې چې ته له ستونزو سره مخ نه شې او الله ښه بښونکی مهربان دی. info

[۲] د هجرت شرط یوازې پیغمبر لپاره ؤ پر مسلمانانو نه هغه وخت لازم و او نه اوس( تفسیر الماوردی).
[۳] مسلمان له کتابي ښځې سره نکاح کولای شي خو پر پیغمبر لازم وه چې ښځه ئي باید مسلمانه وی( فتح القدیر).
[۴] پیغمبر ته اجازه وه چې بې له مهر نه چې څوک ځان ور وبښي نکاح ورسره وکړي خو نور مسلمانان يې له مهر نه نکاح نه شي کولی بلکې له نکاح سره مهر پخپله ورباندې لازمیږي( فتح القدیر).
[۵]له څلورو به زیاتي نه کوي. مهر او شاهدان به پکې وي( تفسیر الماوردی).

التفاسير: