د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

د مخ نمبر:close

external-link copy
16 : 33

قُلْ لَّنْ یَّنْفَعَكُمُ الْفِرَارُ اِنْ فَرَرْتُمْ مِّنَ الْمَوْتِ اَوِ الْقَتْلِ وَاِذًا لَّا تُمَتَّعُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟

ای پیغمبره!ورته ووایه که تاسې د مرګ یا د وژلو له ډارنه تیښتئ نو هیڅ ګټه درته نه کوي.او په هغه صورت کې به تاسې ته له ژوند نه د خوند اخیستلو ډیر لږ وخت په لاس درشي info
التفاسير:

external-link copy
17 : 33

قُلْ مَنْ ذَا الَّذِیْ یَعْصِمُكُمْ مِّنَ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَ بِكُمْ سُوْٓءًا اَوْ اَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً ؕ— وَلَا یَجِدُوْنَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟

ورته ووایه:څوک شته چې تاسې له الله وژغوري؟که الله ستاسې د بدۍ اراده کړې وي؟یا يي پر تاسې لورینه کړې وي؟له الله نه پرته به هیڅ دوست او ملاتړ ونه میندلای شي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 33

قَدْ یَعْلَمُ اللّٰهُ الْمُعَوِّقِیْنَ مِنْكُمْ وَالْقَآىِٕلِیْنَ لِاِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ اِلَیْنَا ۚ— وَلَا یَاْتُوْنَ الْبَاْسَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ

الله ته ستاسي هغه خلک ښه معلوم دي چې له چنګ نه منع کوي.او خپلوانو ته وایې چې:راشئ زمونږ خواته.او ډیر لږ بیښیږي چې هغوی جنګ ته ولاړ شي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 33

اَشِحَّةً عَلَیْكُمْ ۖۚ— فَاِذَا جَآءَ الْخَوْفُ رَاَیْتَهُمْ یَنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ تَدُوْرُ اَعْیُنُهُمْ كَالَّذِیْ یُغْشٰی عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ ۚ— فَاِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوْكُمْ بِاَلْسِنَةٍ حِدَادٍ اَشِحَّةً عَلَی الْخَیْرِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَمْ یُؤْمِنُوْا فَاَحْبَطَ اللّٰهُ اَعْمَالَهُمْ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟

ستاسې په ملتیا کې سخت بخیلان دي.د ډار او ویرې په وخت کې به یې وینې چې د مرګوني په شان به په ټیغو ټيغو سترګو درته ګوري.او چې ډار یې له مینځه ولاړ شي. نو په خورا تیروژبو به له تاسې سره د ښیګڼو د ترلاسه کولو په تکل نانندرۍ وهي. هیڅکله دوی ایمان نه دی راوړی.نو الله یې ټولې کړنې بابیزه کړې.او دا کار الله ته ډیر اسان دی. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 33

یَحْسَبُوْنَ الْاَحْزَابَ لَمْ یَذْهَبُوْا ۚ— وَاِنْ یَّاْتِ الْاَحْزَابُ یَوَدُّوْا لَوْ اَنَّهُمْ بَادُوْنَ فِی الْاَعْرَابِ یَسْاَلُوْنَ عَنْ اَنْۢبَآىِٕكُمْ ؕ— وَلَوْ كَانُوْا فِیْكُمْ مَّا قٰتَلُوْۤا اِلَّا قَلِیْلًا ۟۠

ګومان کوي چې لاتر اوسه د کافرانو ډلې بیرته نه دي تللي.او که کافران بیا یرغل وکړی نو خوښوي چې په دښتو کې له بانډه چیانو سره واوړي او له لرې نه ستاسي حالات وڅاري. او که ستاسې په مینځ کې هم وي نو دیر لږ به په جګړه کې برخه واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 33

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَنْ كَانَ یَرْجُوا اللّٰهَ وَالْیَوْمَ الْاٰخِرَ وَذَكَرَ اللّٰهَ كَثِیْرًا ۟ؕ

په یقین چې د الله رسول د هغو خلکو لپاره ښه او غوره نمونه ده. چې الله او د اخرت د ورځې هیله من او الله ډیر یادوي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 33

وَلَمَّا رَاَ الْمُؤْمِنُوْنَ الْاَحْزَابَ ۙ— قَالُوْا هٰذَا مَا وَعَدَنَا اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ وَصَدَقَ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ ؗ— وَمَا زَادَهُمْ اِلَّاۤ اِیْمَانًا وَّتَسْلِیْمًا ۟ؕ

او چې مؤمنانو کله هم د دښمنانو مختلفې پرګني ولیدې نو ویې ویل:دا همغه څه دي چې الله او د هغه رسول له مونږ سره وعده کړې وه.د الله او د هغه د رسول خبره بالکل رښتیا وه.هو!دغې پيښې د هغوی ایمان او الله ته ځان سپارل لاپیاوړي کړل. info
التفاسير: