د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
137 : 26

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا خُلُقُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

دا خو همغه د پخوانيو له عادته پرته بل څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
138 : 26

وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

او موږ (هېڅكله) عذابېدونكي نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
139 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَهْلَكْنٰهُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

نو چې درواغجن يې وبللو، هلاك مو كړل، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده، او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
141 : 26

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
142 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ صٰلِحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

كله چې ورور يې صالح ورته وويل: آيا نه ډارېريږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
143 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم. info
التفاسير:

external-link copy
144 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ. info
التفاسير:

external-link copy
145 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده. info
التفاسير:

external-link copy
146 : 26

اَتُتْرَكُوْنَ فِیْ مَا هٰهُنَاۤ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ

آيا تاسو به په هغو شيانو (او نعمتونو) كې چې دلته دي، بې غمه پرېښودل شئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
147 : 26

فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

په (همدې) باغونو او چينو كې. info
التفاسير:

external-link copy
148 : 26

وَّزُرُوْعٍ وَّنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِیْمٌ ۟ۚ

او كښتونو او داسې كجورو كې چې وږي يې پاسته او تازه (يا ډك) وي. info
التفاسير:

external-link copy
149 : 26

وَتَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا فٰرِهِیْنَ ۟ۚ

او غرونه توږئ، مهارت سره كورونه (پكې) جوړوئ. info
التفاسير:

external-link copy
150 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ. info
التفاسير:

external-link copy
151 : 26

وَلَا تُطِیْعُوْۤا اَمْرَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ

او له برېده اوښتونكو خلكو امر مه منئ. info
التفاسير:

external-link copy
152 : 26

الَّذِیْنَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

هغوى چې په ځمكه كې (ايله) فساد خپروي او څه سمون نه راولي. info
التفاسير:

external-link copy
153 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۚ

هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې. info
التفاسير:

external-link copy
154 : 26

مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۖۚ— فَاْتِ بِاٰیَةٍ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ته (هم) زموږ په شان له يو بشر پرته بل څه نه يې، نو كه رښتينى يې څه نښانه خو راوړه! info
التفاسير:

external-link copy
155 : 26

قَالَ هٰذِهٖ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَّلَكُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۚ

صالح وويل: دا ده اوښه، هغې لره د اوبو څښلو نوبت او ستاسو د څښاك خپله ورځ معلومه ده. info
التفاسير:

external-link copy
156 : 26

وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

او هغې ته هيڅ ضرر مه رسوئ كنه د لويې ورځې عذاب به مو راګير كړي. info
التفاسير:

external-link copy
157 : 26

فَعَقَرُوْهَا فَاَصْبَحُوْا نٰدِمِیْنَ ۟ۙ

خو هغه يې مړه كړه او هغوى هم بيا پښېمانه شول. info
التفاسير:

external-link copy
158 : 26

فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

نو عذاب راونيول، په رېښتيا په دې كې خامخا يوه نښانه ده او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى. info
التفاسير: