د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
207 : 26

مَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یُمَتَّعُوْنَ ۟ؕ

نو بيا به هم د دوی هغه د ګټې توکي له هغوى څه ايسار نه كړي. info
التفاسير:

external-link copy
208 : 26

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا لَهَا مُنْذِرُوْنَ ۟

او موږ هېڅ كلى هسې نه دى تباه كړى چې هغوى ته وېروونكي نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
209 : 26

ذِكْرٰی ۛ۫— وَمَا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

د نصيحت كولو لپاره او موږ خو څه ظالمان نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
210 : 26

وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّیٰطِیْنُ ۟ۚ

او دا (قرآن) خو شيطانانو نه دى راوړى. info
التفاسير:

external-link copy
211 : 26

وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهُمْ وَمَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ؕ

او نه له هغوى سره وړ دى او نه كولاى شي. info
التفاسير:

external-link copy
212 : 26

اِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُوْلُوْنَ ۟ؕ

هغوى خو په رېښتيا له دې اورېدلو هم ګوښه كړى شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
213 : 26

فَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَكُوْنَ مِنَ الْمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

نو الله سره بل معبود مه رابوله كنه بيا به ته هم له عذاب ورکړل شويو څخه شې. info
التفاسير:

external-link copy
214 : 26

وَاَنْذِرْ عَشِیْرَتَكَ الْاَقْرَبِیْنَ ۟ۙ

او خپل نږدې خپلوان دې ووېروه. info
التفاسير:

external-link copy
215 : 26

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

او هغوى مومنانو ته چې ستا متابعت يې كړى، خپل وزر ښكته كړه. info
التفاسير:

external-link copy
216 : 26

فَاِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

نو كه له تا يې سرغړونه وكړه، ورته وايه چې زه له هغو كارو بېزار يم چې تاسو يې كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
217 : 26

وَتَوَكَّلْ عَلَی الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

او پر ډېر مهربان برلاسي (الله) بروسه وكړه. info
التفاسير:

external-link copy
218 : 26

الَّذِیْ یَرٰىكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ

هغه ذات چې تا وينې كله چې پاڅېږې. info
التفاسير:

external-link copy
219 : 26

وَتَقَلُّبَكَ فِی السّٰجِدِیْنَ ۟

او په سجده كوونكو كې ستا پرېوتل پاڅېدل (ويني). info
التفاسير:

external-link copy
220 : 26

اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

بېشكه همغه ښه پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
221 : 26

هَلْ اُنَبِّئُكُمْ عَلٰی مَنْ تَنَزَّلُ الشَّیٰطِیْنُ ۟ؕ

آيا خبر مو كړم چې شيطانان پر چا نازليږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
222 : 26

تَنَزَّلُ عَلٰی كُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

هغوى په هر درواغ جوړوونكي ګناهګار نازليږي. info
التفاسير:

external-link copy
223 : 26

یُّلْقُوْنَ السَّمْعَ وَاَكْثَرُهُمْ كٰذِبُوْنَ ۟ؕ

اورېدل شوې خبرې (د ځينو) په غوږو كې ور اچوې او زياتره يې درواغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
224 : 26

وَالشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَ ۟ؕ

او په شاعرانو پسې خو (يوازې) بې لارې خلك ځي. info
التفاسير:

external-link copy
225 : 26

اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَ ۟ۙ

آيا ته وينې چې دوى په هر ناو كې لالهانده وي. info
التفاسير:

external-link copy
226 : 26

وَاَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَ ۟ۙ

او هغه څه وايي چې نه يې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
227 : 26

اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَذَكَرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّانْتَصَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا ؕ— وَسَیَعْلَمُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَیَّ مُنْقَلَبٍ یَّنْقَلِبُوْنَ ۟۠

له هغو كسانو پرته چې ايمان يې راوړى، سم كارونه يې كړي، الله يې ډېر ياد كړى او (يوازې) له هغه وروسته يې غچ اخيستى چې ظلم پرې شوى، او چا چې ظلمونه كړي زر به وپوهېږي چې كوم ځاى ته بېرته ورګرځي. info
التفاسير: