د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
84 : 26

وَاجْعَلْ لِّیْ لِسَانَ صِدْقٍ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

او په وروستيو نسلونو كې د نېكنامۍ يادونه را په برخه كړې. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 26

وَاجْعَلْنِیْ مِنْ وَّرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِیْمِ ۟ۙ

او د نعمتونو د جنت له وارثانو مې وګرځوې! info
التفاسير:

external-link copy
86 : 26

وَاغْفِرْ لِاَبِیْۤ اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ

او پلار ته مې بخښنه وكړې، هغه له بې لارو څخه دى. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 26

وَلَا تُخْزِنِیْ یَوْمَ یُبْعَثُوْنَ ۟ۙ

او په هغه ورځ مې مه شرموې چې خلك راپاڅول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 26

یَوْمَ لَا یَنْفَعُ مَالٌ وَّلَا بَنُوْنَ ۟ۙ

همغه ورځ چې نه مال ګټه رسوي او نه زامن. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 26

اِلَّا مَنْ اَتَی اللّٰهَ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟ؕ

پرته له دې چې څوك په روغ زړه الله ته ورغلى وي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 26

وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

او (كله) چې متقيانو ته جنت ورنږدې كړى شي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 26

وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِلْغٰوِیْنَ ۟ۙ

او بې لارې شوو ته دوزخ ورڅرګند كړى شي. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 26

وَقِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

او ورته وويل شي: هغه شيان چېرته دي چې تاسو به لمانځل. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 26

مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— هَلْ یَنْصُرُوْنَكُمْ اَوْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟ؕ

له الله پرته، آيا څه مرسته مو كوي؟ يا د خپل ځان مرسته كولاى شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
94 : 26

فَكُبْكِبُوْا فِیْهَا هُمْ وَالْغَاوٗنَ ۟ۙ

نو پړمخ به پكې وغورځول شي، هغوى (معبودان يې) او بې لارې شوي كسان. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 26

وَجُنُوْدُ اِبْلِیْسَ اَجْمَعُوْنَ ۟ؕ

او د ابليس ټول لښكر. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 26

قَالُوْا وَهُمْ فِیْهَا یَخْتَصِمُوْنَ ۟ۙ

هلته به خپلو كې شخړه كوي او وايي به. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 26

تَاللّٰهِ اِنْ كُنَّا لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

په الله قسم موږ خو يقيناً په ښكاره بې لارېتوب كې وو. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 26

اِذْ نُسَوِّیْكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

چې تاسو (باطل معبودان) مو له رب العالمين سره برابرولئ. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 26

وَمَاۤ اَضَلَّنَاۤ اِلَّا الْمُجْرِمُوْنَ ۟

او موږ پرته له همغو مجرمانو (مشرانو) بل چا نه يو بې لارې كړي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 26

فَمَا لَنَا مِنْ شَافِعِیْنَ ۟ۙ

نو (اوس) زموږ هيڅوك سپارښتونكى نشته. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 26

وَلَا صَدِیْقٍ حَمِیْمٍ ۟

او نه څوك مخلص ملګرى. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 26

فَلَوْ اَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

خو كاشكې كه موږ ته يو ځل (بيا وخت) واى نو موږ به مومنان وو. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

په دې كې خو په رېښتيآ (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بې شكه همغه ستا رب ښه زورور مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 26

كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوْحِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

د نوح قوم (هم) رسولان درواغجن وګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ نُوْحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

کله چې وویل دوی ته ورور د دوی نوح، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه). info
التفاسير:

external-link copy
107 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ

او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ؕ

نو له الله ووېرېږئ او زما خبره ومنئ. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 26

قَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْاَرْذَلُوْنَ ۟ؕ

هغوى وويل: آيا موږ به تا منو حال دا چې (يوازې) رذيلانو (خوارانو) ستا پيروي کړې ده. info
التفاسير: