د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
82 : 21

وَمِنَ الشَّیٰطِیْنِ مَنْ یَّغُوْصُوْنَ لَهٗ وَیَعْمَلُوْنَ عَمَلًا دُوْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَكُنَّا لَهُمْ حٰفِظِیْنَ ۟ۙ

او له شيطانانو مو ځينې داسې ورته تابع كړي وو چې د هغه لپاره يې (په سیندونو کې) غوټې وهلې او له دې پرته يې نور كارونه هم كول او موږ د هغوى ساتونكي وو. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 21

وَاَیُّوْبَ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الضُّرُّ وَاَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ

او ايوب -علیه السلام- (در ياد كړه) كله چې یې خپل رب ته غږ وكړ چې ماته مرض رارسېدلى، او ته خو له هر چا ډېر مهربان يې. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 21

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَكَشَفْنَا مَا بِهٖ مِنْ ضُرٍّ وَّاٰتَیْنٰهُ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَذِكْرٰی لِلْعٰبِدِیْنَ ۟

نو د هغه دعا مو قبوله كړه او تكليف مو ترې لرې كړ، او د ده خپله كورنۍ مو هم وركړه او هماغومره نور هم ورسره، (دا) زموږ له لوري يو رحمت و او د عبادت كوونكو لپاره يو نصيحت. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 21

وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِدْرِیْسَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— كُلٌّ مِّنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟

او اسماعيل، ادريس او ذوالكفل، دوی ټول له صابرانو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 21

وَاَدْخَلْنٰهُمْ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

هغوى مو په خپل رحمت كې داخل كړي وو، يقيناً هغوى له نېكانو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 21

وَذَا النُّوْنِ اِذْ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ اَنْ لَّنْ نَّقْدِرَ عَلَیْهِ فَنَادٰی فِی الظُّلُمٰتِ اَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنْتَ سُبْحٰنَكَ ۖۗ— اِنِّیْ كُنْتُ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚۖ

او كب والا (درياد كړه) كله چې په غوسه ولاړ (له خپل قومه) نو ده ګومان كړى و چې موږ به څه تنګون نه پرې راولو، نو په تيارو كې يې نارې كړې چې: (له تا پرته بل معبود نشته، تا لره پاكي ده، زه په خپله له ظالمانو څخه وم). info
التفاسير:

external-link copy
88 : 21

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ۙ— وَنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْغَمِّ ؕ— وَكَذٰلِكَ نُـجِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

نو موږ يې دعا قبوله كړه، او له غمه مو خلاص كړ او موږ مومنان همدغسې ژغورو. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 21

وَزَكَرِیَّاۤ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ رَبِّ لَا تَذَرْنِیْ فَرْدًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْوٰرِثِیْنَ ۟ۚۖ

او زكريا (در ياد كړه) كله چې یې خپل رب ته غږ وکړ: زما ربه ما يوازې مه پرېږده او ته ډېر غوره وارث يې. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 21

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ؗ— وَوَهَبْنَا لَهٗ یَحْیٰی وَاَصْلَحْنَا لَهٗ زَوْجَهٗ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَیَدْعُوْنَنَا رَغَبًا وَّرَهَبًا ؕ— وَكَانُوْا لَنَا خٰشِعِیْنَ ۟

نو موږ يې سوال قبول كړ، يحيىٰ مو وركړ او د هغه مېرمن مو ورته (له شنډوالي) روغه كړه، بې شكه هغوى (ټولو) په نېكيو كې بيړه كوله او موږ يې (د ثواب) په مينه او (له عذاب نه) په وېره وربللو، او خاص موږ ته غاړه اېښودونكي وو. info
التفاسير: