د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
58 : 21

فَجَعَلَهُمْ جُذٰذًا اِلَّا كَبِیْرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ اِلَیْهِ یَرْجِعُوْنَ ۟

نو هغه (بتان) يې د لوى (بت) نه پرته (ټول) ټوټه ټوټه كړل، چې ښايې بيا دوى هغه (لوى) ته ورشي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 21

قَالُوْا مَنْ فَعَلَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَاۤ اِنَّهٗ لَمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

(كله چې راغلل) ویې ویل: زموږ په معبودانو دا (كار) چا كړى؟ بې شكه هغه له ظالمانو څخه دى. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 21

قَالُوْا سَمِعْنَا فَتًی یَّذْكُرُهُمْ یُقَالُ لَهٗۤ اِبْرٰهِیْمُ ۟ؕ

(څه خلكو) وويل: موږ له يو زلمي چې ابراهيم يې بولي، اورېدلي چې هغوى به يې يادول. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 21

قَالُوْا فَاْتُوْا بِهٖ عَلٰۤی اَعْیُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَشْهَدُوْنَ ۟

هغوى وويل: نو د خلكو د سترګو وړاندې يې راولئ، چې هغوى وګوري. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 21

قَالُوْۤا ءَاَنْتَ فَعَلْتَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَا یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ؕ

بيا يې ورته وويل: آيا زموږ په معبودانو دا كار تا كړى ای ابراهيمه! info
التفاسير:

external-link copy
63 : 21

قَالَ بَلْ فَعَلَهٗ ۖۗ— كَبِیْرُهُمْ هٰذَا فَسْـَٔلُوْهُمْ اِنْ كَانُوْا یَنْطِقُوْنَ ۟

(ابراهیم -علیه السلام-) وویل: بلكې دغه لوى يې كړي دي، نو هغوی وپوښتئ كه خبرې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 21

فَرَجَعُوْۤا اِلٰۤی اَنْفُسِهِمْ فَقَالُوْۤا اِنَّكُمْ اَنْتُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟ۙ

نو بيا هغوى پر خپلو ځانو ورتاو شول، سره ويې ويل: يقيناً همدا تاسو ظالمان ياست. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 21

ثُمَّ نُكِسُوْا عَلٰی رُءُوْسِهِمْ ۚ— لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هٰۤؤُلَآءِ یَنْطِقُوْنَ ۟

بيا په خپلو سرو نسكور كړى شول ویې ویل: ته خو ښه پوهېږې چې دوى نه غږيږي. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 21

قَالَ اَفَتَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُكُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یَضُرُّكُمْ ۟ؕ

(ابراهيم -علیه السلام-) وويل: نو آيا الله نه پرته هغه څه لمانځئ چې نه د څه شي ګټه در رسولاى شي او نه تاوان؟ info
التفاسير:

external-link copy
67 : 21

اُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

افسوس (او هلاکت دی) تاسو لره، او هغه څه لره چې له الله پرته يې لمانځئ، آيا نو تاسو عقل نه كاروئ. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 21

قَالُوْا حَرِّقُوْهُ وَانْصُرُوْۤا اٰلِهَتَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟

هغوى وويل: ويې سوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وكړئ، كه چېرې د څه (کار) كوونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 21

قُلْنَا یٰنَارُ كُوْنِیْ بَرْدًا وَّسَلٰمًا عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟ۙ

موږ وويل: ای اوره! په ابراهيم -علیه السلام- باندې سوړ او سلامت شه. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 21

وَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَخْسَرِیْنَ ۟ۚ

او هغوى په (ابراهيم -علیه السلام-) باندې څه چل كول غوښتل خو موږ دوى په خپله سخت تاواني كړل. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 21

وَنَجَّیْنٰهُ وَلُوْطًا اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا لِلْعٰلَمِیْنَ ۟

او موږ هغه (ابراهيم) او لوط (عليهما السلام) هغې سيمې لور ته وژغورل چې په هغې كې مو د نړيوالو لپاره بركتونه اچولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 21

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ ؕ— وَیَعْقُوْبَ نَافِلَةً ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا صٰلِحِیْنَ ۟

او هغه ته مو اسحاق وركړ او يعقوب په هغه سربېره، او دوی ټول مو نېكان ګرځولي وو. info
التفاسير: