د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
25 : 21

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا نُوْحِیْۤ اِلَیْهِ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدُوْنِ ۟

او له تا مخكې مو هېڅ داسې رسول نه دى لېږلى چې هغه ته مو دا وحى نه وې كړې چې يقيناً له ما پرته بل معبود نشته نو (یوازې) زما عبادت كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 21

وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا سُبْحٰنَهٗ ؕ— بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ

او دوى وويل: رحمان اولاد لري! هغه لره پاكي ده، (نه) بلكى هغوى خو عزتمن بندګان دي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 21

لَا یَسْبِقُوْنَهٗ بِالْقَوْلِ وَهُمْ بِاَمْرِهٖ یَعْمَلُوْنَ ۟

له هغه نه په خبرو كې نه وړاندې كيږي او د هغه په امر كار كوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 21

یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا یَشْفَعُوْنَ ۙ— اِلَّا لِمَنِ ارْتَضٰی وَهُمْ مِّنْ خَشْیَتِهٖ مُشْفِقُوْنَ ۟

هغه څه هم ورته معلوم دي چې د هغوى په وړاندې دي او هغه هم چې تر شا يې دي، او پرته له هغه چا چې (د الله ورته) رضا وي، بل د هېچا سپارښتنه نه كوي او د هغه له وېرې ډارېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 21

وَمَنْ یَّقُلْ مِنْهُمْ اِنِّیْۤ اِلٰهٌ مِّنْ دُوْنِهٖ فَذٰلِكَ نَجْزِیْهِ جَهَنَّمَ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟۠

او له هغو نه كه هر څوک دا ووايي چې زه له هغه (الله) پرته (په خپله) معبود يم، نو هغه ته د جهنم سزا وركوو، همدغه شان بدله به (ټولو) ظالمانو ته وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 21

اَوَلَمْ یَرَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنٰهُمَا ؕ— وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ ؕ— اَفَلَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

آيا هغو كسانو چې كافر شوي دا نه دي ليدلي چې آسمانونه او زمكه سره نښتي وو بيا موږ سره بېل كړل، او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا كړ، نو آيا دوى ايمان نه راوړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 21

وَجَعَلْنَا فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِیْهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَّعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

او په زمكه مو محکم غرونه پيدا كړل چې په دوى ونه خوخيږي او په هغى كې مو ارتې لارې جوړې كړې چې ښايي لارې ومومي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 21

وَجَعَلْنَا السَّمَآءَ سَقْفًا مَّحْفُوْظًا ۖۚ— وَّهُمْ عَنْ اٰیٰتِهَا مُعْرِضُوْنَ ۟

او اسمان مو يو خوندي چت جوړ كړ خو دوى يې له نښانو مخ ګرځوونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 21

وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— كُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ ۟

او دى هماغه ذات دى چې شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ يې پيدا كړي دي، دا ټول په يو مدار (ګرځندۍ) كې لامبو وهي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 21

وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّنْ قَبْلِكَ الْخُلْدَ ؕ— اَفَاۡىِٕنْ مِّتَّ فَهُمُ الْخٰلِدُوْنَ ۟

او له تا مخكې مو هم كوم بشر ته همېشنى ژوند نه دى وركړى، نو كه ته مړ شوې، آيا دوى به تل پاتې کېدونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 21

كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ ؕ— وَنَبْلُوْكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَیْرِ فِتْنَةً ؕ— وَاِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ ۟

هر ساكښ د مرګ څكونكى دى او موږ په بدو او ښو (حالاتو كې) ستاسو ازميښت كوو او بيا زموږ لور ته راګرځول كېږئ. info
التفاسير: