ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
56 : 25

وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟

او ای محمده! ته مونږ یوازې زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی يې. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 25

قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ اِلَّا مَنْ شَآءَ اَنْ یَّتَّخِذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟

ای محمده! ووایه چې زه د دین په رسونه له تاسې نه کوم بدل نه غواړم. زما مزدوري یوازې همدا ده چې د چا خوښه وی د خپل رب لار دې غوره کړي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 25

وَتَوَكَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِیْ لَا یَمُوْتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهٖ ؕ— وَكَفٰی بِهٖ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرَا ۟

پر هغه ژوندي ذات توکل وکړه چې هیڅکله نه مري، له ستاینې سره يې پاکي بیان کړه، او د خپلو بنده ګانو له ګناهونو څخه یوازې د هغه باخبر توب کافي دی. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 25

١لَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۛۚ— اَلرَّحْمٰنُ فَسْـَٔلْ بِهٖ خَبِیْرًا ۟

او الله هغه ذات دی چې اسمانونه، ځمکه او د دواړو په مینځ کې ټول موجود څیزونه يي په شپږو ورځو کې پیدا او بیا يي پر عرش استواء وکړه خورا ډیر مهربان دی، د هغه د شان پوښتنه له ډیر پوه نه وکړه[۷]. info

[۷] په انسانانو کې د الله جل جلاله د شان په هکله زیات پوه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی. ( تفسیر ابن کثیر).

التفاسير:

external-link copy
60 : 25

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اسْجُدُوْا لِلرَّحْمٰنِ ۚ— قَالُوْا وَمَا الرَّحْمٰنُ ۗ— اَنَسْجُدُ لِمَا تَاْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُوْرًا ۟

او کله چې هغوی ته وویل شو چې رحمن خدای ته سجده وکړئ! نو ويې ویل: چې رحمن څه وي؟ ایا ته چې څوک ښايې مونږ به هغه ته سجده کوو؟ دغې بلنې د هغوی کرکه لا پسې زیاته کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 25

تَبٰرَكَ الَّذِیْ جَعَلَ فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّجَعَلَ فِیْهَا سِرٰجًا وَّقَمَرًا مُّنِیْرًا ۟

بابرکته دی هغه ذات چې په اسمان کې يي برجونه[۸] پیدا کړي او په هغه کې يي څراغ او روښنايې ورکوونکې سپوږمۍ پیدا کړې ده. info

[۸] بروچ د برج جمع چې د تبرج نه اخیستی شوی په معنې د ښکاره دی( فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
62 : 25

وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا ۟

او الله هغه ذات دی چې شپه او ورځ يې یو د بل پسې کړي تر څو که د چا اراده وي پند واخلي او یا دشکر ویستلو هیله ورسره وي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 25

وَعِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِیْنَ یَمْشُوْنَ عَلَی الْاَرْضِ هَوْنًا وَّاِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُوْنَ قَالُوْا سَلٰمًا ۟

او د مهربان خدای بنده ګان هغه کسان دي چې په خورا وقار سره په ځمکه ځي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي نو روغي خبرې[۹] ورته کوي. info

[۹] داسي ځواب ورکوي چې د هغوی د ذهن سره برابر او د هغوی په ګټه وي.

التفاسير:

external-link copy
64 : 25

وَالَّذِیْنَ یَبِیْتُوْنَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَّقِیَامًا ۟

او هغه کسان دي چې شپه خپل رب ته په سجده او ولاړه تیروي. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 25

وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖۗ— اِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ۟ۗۖ

او تل يي همدا وینا وي چې: ای زمونږ ربه! د جهنم عذاب له مونږ نه واړه وه بې شکه چې د هغه عذاب خوراک کلک تړلی وي. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 25

اِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟

بې له شکه چې هغه د ورتګ او پاتې کیدلو لپاره خورا بد او ناکاره ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 25

وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَنْفَقُوْا لَمْ یُسْرِفُوْا وَلَمْ یَقْتُرُوْا وَكَانَ بَیْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا ۟

او هغه کسان دي چې کله مال لګوي نو نه اسراف کوي او نه بیخي لاس نیسي بلکې د دواړو په مینځ کې روان وي. info
التفاسير: