ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
12 : 25

اِذَا رَاَتْهُمْ مِّنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ سَمِعُوْا لَهَا تَغَیُّظًا وَّزَفِیْرًا ۟

کله يي چې اور له لرې وویني نو دوی به يې د قهر او تاو غرار واوري. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 25

وَاِذَاۤ اُلْقُوْا مِنْهَا مَكَانًا ضَیِّقًا مُّقَرَّنِیْنَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُوْرًا ۟ؕ

او چې لاس او پښې تړل شوي د اور په کوم تنګ ځای کې وروغورځول شي نو د خپل مرګ غوښتنه به وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 25

لَا تَدْعُوا الْیَوْمَ ثُبُوْرًا وَّاحِدًا وَّادْعُوْا ثُبُوْرًا كَثِیْرًا ۟

هلته به ورته وویل شي چې: نن یو مرګ نه [۱۷] بلکې ډیر مرګونه وغواړئ. info

[۱۷] معنې دا چې یوازې مرګ نه بلکي ټول غمونه ځان ته وغواړئ، او یا دا چې ستاسې ګناهونه ډیر دي د هر یوه له کبله یو مرګ وغواړئ، او یا دا چې د هر اندام او عضوي لپاره بیل بیل مرګ وغواړئ ( ابن جریر الطبری).

التفاسير:

external-link copy
15 : 25

قُلْ اَذٰلِكَ خَیْرٌ اَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءً وَّمَصِیْرًا ۟

ای محمده! ووایه چې دا ښه دي او که تل پاتې هغه جنت چې له پرهیزګارانو سره يې وعده شوې؟ د هغوی د کړنو بدل او ورتګ ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 25

لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ خٰلِدِیْنَ ؕ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ وَعْدًا مَّسْـُٔوْلًا ۟

هلته به د جنتیانو لپاره د هغوی د غوښتنې هر څه تل تر تله وي. ستا رب د هغوی د غوښتنې د پوره کولو پخه وعده کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 25

وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَقُوْلُ ءَاَنْتُمْ اَضْلَلْتُمْ عِبَادِیْ هٰۤؤُلَآءِ اَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِیْلَ ۟ؕ

او هغه ورځ رایاده کړه چې الله به کافران او هغه خدایان يې چې پرته له الله يي بلل ګرد سره راټول او ورته به ووايې: ایا تاسې واست چې زما دغه بنده ګان مو بې لارې کړي وو؟ او که دوی په خپله لار وکه کړې وه؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 25

قَالُوْا سُبْحٰنَكَ مَا كَانَ یَنْۢبَغِیْ لَنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ مِنْ دُوْنِكَ مِنْ اَوْلِیَآءَ وَلٰكِنْ مَّتَّعْتَهُمْ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی نَسُوا الذِّكْرَ ۚ— وَكَانُوْا قَوْمًا بُوْرًا ۟

هغوی به ووايي: ای زمونږ ربه! ته پاک يې زمونږ توان نه وو چې د ځان لپاره له تا پرته بل څوک ملاتړ ونیسو. خو تا دوی او پلرونو ته يې ښه ژوند او وسایل ورکړي وو ان تر دې چې پند يې هیر او په هلاکت کې وغورځیدل. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 25

فَقَدْ كَذَّبُوْكُمْ بِمَا تَقُوْلُوْنَ ۙ— فَمَا تَسْتَطِیْعُوْنَ صَرْفًا وَّلَا نَصْرًا ۚ— وَمَنْ یَّظْلِمْ مِّنْكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِیْرًا ۟

نو خدایانو مو ستاسې خبرې درواغ ګڼلې تاسې نه د عذاب د اړولو او نه د یو بل سره د کومک کولو توان لرئ او ستاسې هر څو چې ظلم او تیری وکړي نو مونږ به لوی عذاب ور وڅکو. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 25

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّاۤ اِنَّهُمْ لَیَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَیَمْشُوْنَ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً ؕ— اَتَصْبِرُوْنَ ۚ— وَكَانَ رَبُّكَ بَصِیْرًا ۟۠

او ای محمده! له تا نه وړاندې چې مونږ څومره پیغمبران لیږلي دي ټول خوراک کاوو او په بازارونو کې ګرځیدل. مونږ تاسې یو د بل لپاره ازمیښت ګرځولي يې . ایا تاسې زغم کوئ؟ او ستا رب هر څه ویني. info
التفاسير: