ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
33 : 25

وَلَا یَاْتُوْنَكَ بِمَثَلٍ اِلَّا جِئْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاَحْسَنَ تَفْسِیْرًا ۟ؕ

او هغوی چې ستا په هکله هره خبره کوي مونږ د هغې حق ځواب په ښه شان سره بیانوو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 25

اَلَّذِیْنَ یُحْشَرُوْنَ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ اِلٰی جَهَنَّمَ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠

او کوم کسان چې د جهنم په لور پرمخونو(۲) بیول کیږي د هغوی هستوګنځآی خورا بد او هغوی خورا لار ورکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 25

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهٗۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ وَزِیْرًا ۟ۚۖ

او په تحقیق چې مونږ موسی ته کتاب ورکړی او د هغه ورور هارون مو د هغه ملاتړ ګرځولی وو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 25

فَقُلْنَا اذْهَبَاۤ اِلَی الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— فَدَمَّرْنٰهُمْ تَدْمِیْرًا ۟ؕ

مونږ ورته وویل: تاسې دواړه هغه قوم ته ولاړ شئ چې زما ایاتونه يې درواغ ګڼلي دي په پای کې مو هغه قوم هلاک کړ. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 25

وَقَوْمَ نُوْحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ اَغْرَقْنٰهُمْ وَجَعَلْنٰهُمْ لِلنَّاسِ اٰیَةً ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟ۚۙ

او د نوح قوم مو هم چې پیغمبران يې درواغجن وګڼل په اوبو کې غرق او د خلکو لپاره مو د عبرت نښه وګرځول او مونږ د تیري کوونکو لپاره دردناک عذاب تیار کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 25

وَّعَادًا وَّثَمُوْدَاۡ وَاَصْحٰبَ الرَّسِّ وَقُرُوْنًا بَیْنَ ذٰلِكَ كَثِیْرًا ۟

په همدغه شان مو عادیان، ثمودیان، د څاه خاوندان[۳] او په دې اوږدو کې د پیړیو پیړیو خلک تس، نس کړل. info

[۳] ځینې علماء وايې چې دا د شعیب (عَ) قوم وو، او نور وايي چې دا یو قوم وو چې خپل پیغمبر يي وواژه او بیا يي په څاه کې واچاوو( فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
39 : 25

وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْاَمْثَالَ ؗ— وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِیْرًا ۟

مونږ د هیر یوه د پوهولو لپاره هر ډول مثالونه وړاندې کړل خو بالاخره مو ټول هلاک او تار، مار کړل. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 25

وَلَقَدْ اَتَوْا عَلَی الْقَرْیَةِ الَّتِیْۤ اُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ؕ— اَفَلَمْ یَكُوْنُوْا یَرَوْنَهَا ۚ— بَلْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ نُشُوْرًا ۟

او د مکې کافران خامخا په هغه کلي تیر شوي دي چې خورا بد ورښت پرې شوی ؤ . ایا هغوی يې نه ګوري؟ ښه يې ګوري خو دوی په بیا ژوندي کیدو نا باوره دي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 25

وَاِذَا رَاَوْكَ اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ بَعَثَ اللّٰهُ رَسُوْلًا ۟

او چې تا وګوري نو پرته له ملنډو بل څه نه کوي او وايې چې: ښه دا همغه څوک دی چې الله پیغمبر رالیږلی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 25

اِنْ كَادَ لَیُضِلُّنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا لَوْلَاۤ اَنْ صَبَرْنَا عَلَیْهَا ؕ— وَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ حِیْنَ یَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟

که مونږ ټینګار نه وای کړی، لرې نه وه چې مونږ به يې له خپلو خدایانو نه اړولي وو خو کله چې د الله عذاب ووینې پوه به شي چې ډیر لار ورکي څوک دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 25

اَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ ؕ— اَفَاَنْتَ تَكُوْنُ عَلَیْهِ وَكِیْلًا ۟ۙ

ایا تا هغه څوک لیدلی چې خپله هوا او هوس يي خپل خدای ګرځولی؟ ایا نو ته پر هغه څارونکی يې؟ info
التفاسير: