ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
32 : 5

مِنْ اَجْلِ ذٰلِكَ ؔۛۚ— كَتَبْنَا عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَنَّهٗ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَیْرِ نَفْسٍ اَوْ فَسَادٍ فِی الْاَرْضِ فَكَاَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیْعًا ؕ— وَمَنْ اَحْیَاهَا فَكَاَنَّمَاۤ اَحْیَا النَّاسَ جَمِیْعًا ؕ— وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَیِّنٰتِ ؗ— ثُمَّ اِنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ فِی الْاَرْضِ لَمُسْرِفُوْنَ ۟

له همدې امله مو په بني اسرائيلو (دا فرمان) ليكلى و چې هر چا يو كس د بل كس له بدلې او يا په ځمكه كې له فساد پرته ووژلو نو (وګڼئ) لكه چې ټول انسانان يې وژلي وي او چا چې ژوندى كړ (له مرګه یې وژغوره) نو لكه چې ټول انسانان يې ژوندي (بچ) كړي وي، او دوى ته زموږ رسولان هم له ښكاره نښانو سره راغلل بيا هم د هغوى نه زياتره له دې وروسته هم په ځمكه كې زياتى كونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 5

اِنَّمَا جَزٰٓؤُا الَّذِیْنَ یُحَارِبُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَیَسْعَوْنَ فِی الْاَرْضِ فَسَادًا اَنْ یُّقَتَّلُوْۤا اَوْ یُصَلَّبُوْۤا اَوْ تُقَطَّعَ اَیْدِیْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ مِّنْ خِلَافٍ اَوْ یُنْفَوْا مِنَ الْاَرْضِ ؕ— ذٰلِكَ لَهُمْ خِزْیٌ فِی الدُّنْیَا وَلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ

خبره دا ده چې كوم كسان الله او د هغه رسول سره جنګيږي او په ځمكه كې د فساد لپاره منډې ترړې وهي نو سزا يې دا ده چې ووژل شي، يا په دار شي، يا يې لاسونه او پښې ردو بدلې غوڅې شي او يا له هیواده وشړل شي دا خو د دوى لپاره په دنيا كې يو سپكاوى دى، او په آخرت كې یه دوى لپاره لوى عذاب وي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 5

اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَقْدِرُوْا عَلَیْهِمْ ۚ— فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

خو پرته له هغو كسانو چې توبه يې وېستلې وي، مخکې له دې چې تاسو پرې برلاسي شئ، نو بيا پوه شئ چې يقيناً الله مهربان بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ وَجَاهِدُوْا فِیْ سَبِیْلِهٖ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

ای مومنانو! الله نه وډار شئ، هغه ته د ورنږدې كېدو وسيله ولټوئ او د هغه په لار كې هلې ځلې وكړئ ښایي چې بريالي شئ. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 5

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لِیَفْتَدُوْا بِهٖ مِنْ عَذَابِ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

يقيناً څوك چې كافرشوي كه د ځمكى دا هر څه د دوى وي او همدومره نور هم چې د قيامت ورځې له عذابه (بچ كېدلو لپاره) يې په فديه كې وركړي، نو ترې به ونه منل شي او هغوى ته به دردناك عذاب وي. info
التفاسير: