ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
14 : 5

وَمِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰۤی اَخَذْنَا مِیْثَاقَهُمْ فَنَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ ۪— فَاَغْرَیْنَا بَیْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَسَوْفَ یُنَبِّئُهُمُ اللّٰهُ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟

او همداسې مو له هغو هم پوخ لوز اخيستى و چې ويل يې موږ نصارى يو، خو دوى هم د هغه څه لويه برخه هېره كړه چې درس يې وركړ شوى و، نو بيا مو د قيامت تر ورځې د هغوى ترمنځ دښمني او تاوتريخوالى واچاو او الله به يې ډېر زر په هغو كارونو خبر كړي چې دوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 5

یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ كَثِیْرًا مِّمَّا كُنْتُمْ تُخْفُوْنَ مِنَ الْكِتٰبِ وَیَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ ؕ۬— قَدْ جَآءَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ نُوْرٌ وَّكِتٰبٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

ای اهل كتابو! یقینا زموږ رسول درغلى دى چې تاسو ته د کتاب زياتره هغه خبرې بيانوي كومې چې تاسو پټولې او له ډېرو (بديو) در تېريږي هم، په حقيقت كى د الله له خوا يوه رڼايي او حق بيانوونكى كتاب درغلى دى. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 5

یَّهْدِیْ بِهِ اللّٰهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهٗ سُبُلَ السَّلٰمِ وَیُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ بِاِذْنِهٖ وَیَهْدِیْهِمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

(چې) د هغه په وسيله الله تعالى هغو خلكو ته چې د هغه د رضا غوښتونكي دي د سلامتيا لارې ښايي، او په خپل امر سره هغوى له ترږميو څخه راباسي د رڼا لوري ته يې راولي او د سمې لارې په لوري د هغو رهبري كوي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 5

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ ؕ— قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ اَنْ یُّهْلِكَ الْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ؕ— وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

هغه كسان حتماً كافر شوي چې وايي: الله خو همدا د مريمى زوى مسيح دى! ورته وايه: ښه نو څوك د الله يو څه ايسارولاى شي كه هغه وغواړى چې د مريمى زوى مسيح، مور يې او په ځمكه كې چې هر څوك دي ټول هلاك كړي؟ او (خاص) الله لره ده پاچايي د اسمانونو، ځمكې او څه يې چې ترمنځه دي، څه چې غواړي پيدا كوي يې او الله په هر څه قادر دى. info
التفاسير: