ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
24 : 5

قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَاۤ اَبَدًا مَّا دَامُوْا فِیْهَا فَاذْهَبْ اَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ ۟

هغوى بيا وويل: اى موسى! موږ به هيڅكله ور داخل نه شو تر څو چې هغوى پكې وي، نو ته او رب دې دواړه ولاړ شئ وجنګېږئ، موږ به دلته ناست يو. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 5

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ اِلَّا نَفْسِیْ وَاَخِیْ فَافْرُقْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟

(موسى) وويل: زما ربه! زه خو مې له ځان او ورور پرته بل څه نه لرم نو زموږ او دغه سرغړاند قوم ترمنځ بېلتون راولې. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 5

قَالَ فَاِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَیْهِمْ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً ۚ— یَتِیْهُوْنَ فِی الْاَرْضِ ؕ— فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠

ويې فرمايل: نو يقيناً هغه (ځمکه) تر څلوېښتو كلونو پر دوى حرامه شوه، په ځمكه كې به لا لهانده ګرځي (نو ته هم) د دې فاسقانو په حال مه اندېښمن كېږه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 5

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ ابْنَیْ اٰدَمَ بِالْحَقِّ ۘ— اِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ اَحَدِهِمَا وَلَمْ یُتَقَبَّلْ مِنَ الْاٰخَرِ ؕ— قَالَ لَاَقْتُلَنَّكَ ؕ— قَالَ اِنَّمَا یَتَقَبَّلُ اللّٰهُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ ۟

او د آدم د دوو زامنو خبرهم په رښتيا سره پرې ولوله، كله چې دواړو څه قرباني وكړه نو له يوه يې قبوله شوه او له بل قبوله نه شوه، هغه (قابيل) ورته وويل: خامخا به دې وژنم، هابيل وويل بې شكه الله يې يوازى له متقيانو قبلوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 5

لَىِٕنْۢ بَسَطْتَّ اِلَیَّ یَدَكَ لِتَقْتُلَنِیْ مَاۤ اَنَا بِبَاسِطٍ یَّدِیَ اِلَیْكَ لِاَقْتُلَكَ ۚ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

نو كه ماته دې لاس راوغځاوه چې ومې وژنې، زه خو مى لاس نه درغځوم چې تا ووژنم، زه خو د ټولو خلكو رب الله نه وېرېږم. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 5

اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ تَبُوَْاَ بِاِثْمِیْ وَاِثْمِكَ فَتَكُوْنَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ ۚ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ

زه خو دا غواړم چې ته زما او ستا خپلې ګناه باندې اخته شې، نو بيا به له دوزخيانو يې او همدا د ظالمانو سزا ده. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 5

فَطَوَّعَتْ لَهٗ نَفْسُهٗ قَتْلَ اَخِیْهِ فَقَتَلَهٗ فَاَصْبَحَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

نو خپل نفس يې د ورور وژل ورته اسانه كړل او ويې وژلو نو دى هم له تاوانيانو شو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 5

فَبَعَثَ اللّٰهُ غُرَابًا یَّبْحَثُ فِی الْاَرْضِ لِیُرِیَهٗ كَیْفَ یُوَارِیْ سَوْءَةَ اَخِیْهِ ؕ— قَالَ یٰوَیْلَتٰۤی اَعَجَزْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِثْلَ هٰذَا الْغُرَابِ فَاُوَارِیَ سَوْءَةَ اَخِیْ ۚ— فَاَصْبَحَ مِنَ النّٰدِمِیْنَ ۟

بيا الله يو كارغه ولېږلو چې ځمكه يې كيندله تر څو هغه ته وښيي چې د ورور جسد يې څنګه پټ كړي، ويلې افسوس پر ما! ايا له دې هم عاجز وم چې د دې كارغه په شان وى، او د خپل ورور جسد مې پټ كړی واى، نو له پښېمانۍ كوونكو نه شو. info
التفاسير: