ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
73 : 16

وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ شَیْـًٔا وَّلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۚ

او له الله پرته د هغه شي بندګي كوي چې د هغه په لاس كې نه له اسمان نه دوى ته څه روزي وركول شته، نه له ځمكې نه او نه دا كار د هغوى له وسې پوره دى. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 16

فَلَا تَضْرِبُوْا لِلّٰهِ الْاَمْثَالَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

نو الله لپاره مثالونه مه جوړوئ، بې شکه الله پوهيږي، او تاسو نه پوهيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 16

ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوْكًا لَّا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّمَنْ رَّزَقْنٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ یُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَّجَهْرًا ؕ— هَلْ یَسْتَوٗنَ ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

الله يو مثال راوړي: لكه د چا په ملكيت كې يو مريى دى چې خپله څه واک نه لري او بل څوک داسې چې هغه ته مو له خپله لوري غوره روزي وركړې او دى په پټه او ښكاره لګښت ترې كوي، آيا دوى سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده، بلكې زياتره يې نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 16

وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلَیْنِ اَحَدُهُمَاۤ اَبْكَمُ لَا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّهُوَ كَلٌّ عَلٰی مَوْلٰىهُ ۙ— اَیْنَمَا یُوَجِّهْهُّ لَا یَاْتِ بِخَیْرٍ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیْ هُوَ ۙ— وَمَنْ یَّاْمُرُ بِالْعَدْلِ ۙ— وَهُوَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟۠

او الله يو (بل) مثال راوړي: لكه دوه كسان دي چې يو يې ګونګ دى، هېڅ نه شي كولاى او په خپل څښتن باندې هسې پېټى دى، هرې خوا ته يې چې استوي څه خير نه راوړي، آيا دى او هغه كس چې په عدالت حكم كوي او په سمه سيده لار برابر دى، سره يو شان كېداى شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
77 : 16

وَلِلّٰهِ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَاۤ اَمْرُ السَّاعَةِ اِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ اَوْ هُوَ اَقْرَبُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

او د اسمانو او ځمكې غيب الله لره دي، او د قيامت معامله لكه د سترګو رپ لا څه چې ډېره نږدې ده، بې شكه الله په هر څه قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 16

وَاللّٰهُ اَخْرَجَكُمْ مِّنْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۙ— وَّجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ۙ— لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او الله تاسو د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حال كې راووېستئ چې په هېڅ هم نه پوهېدئ او هغه تاسو ته غوږونه، سترګې او زړونه دركړل چې شكر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 16

اَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ مُسَخَّرٰتٍ فِیْ جَوِّ السَّمَآءِ ؕ— مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

آيا دوى الوتونكو ته نه دي كتلي چې څنګه د اسمان په هوا كې مسخر شوي دي؟ الله نه پرته يې بل هېڅوک نه ساتي، يقيناً په دې كې ايمان راوړونكو ته ډېرې نښې دي. info
التفاسير: