ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
88 : 16

اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ زِدْنٰهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوْا یُفْسِدُوْنَ ۟

څوک چې خپله هم كافر شوي او (نور يې هم) د الله له لارې اړولي هغو ته به د عذاب له پاسه عذاب ورزياتوو، په دې چې دوى به فساد كولو. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 16

وَیَوْمَ نَبْعَثُ فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا عَلَیْهِمْ مِّنْ اَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِیْدًا عَلٰی هٰۤؤُلَآءِ ؕ— وَنَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ تِبْیَانًا لِّكُلِّ شَیْءٍ وَّهُدًی وَّرَحْمَةً وَّبُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ ۟۠

او هغه ورځ چې موږ به هر امت كې خپله له هغوى نه يو شاهد ورباندې راپاڅوو، او تا به پر همدغو خلكو د شاهد په توګه راولو، او (د همدې لپاره) موږ دا كتاب پر تا نازل كړ چې په ډاګه د هر شي څرګندونكى، لارښوونه، رحمت او زېرى دى مسلمانانو ته. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 16

اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْاِحْسَانِ وَاِیْتَآئِ ذِی الْقُرْبٰی وَیَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْیِ ۚ— یَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

يقيناً الله د عدل، ښېګڼې او خپلوانو ته د وركړې امر كوي او له بې حيايي، بدۍ او تيري نه منع كوي، هغه تاسو ته نصيحت كوي تر څو درس واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 16

وَاَوْفُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ اِذَا عٰهَدْتُّمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْاَیْمَانَ بَعْدَ تَوْكِیْدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللّٰهَ عَلَیْكُمْ كَفِیْلًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟

د الله ژمنه پوره كوئ، كله چې ژمنه سره كوئ او خپلې لوړې (قسمونه) له ټينګولو وروسته مه ماتوئ، كله چې تاسو الله (هم) درباندې شاهد نيولى وي، بې شكه الله خو په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 16

وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّتِیْ نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ اَنْكَاثًا ؕ— تَتَّخِذُوْنَ اَیْمَانَكُمْ دَخَلًا بَیْنَكُمْ اَنْ تَكُوْنَ اُمَّةٌ هِیَ اَرْبٰی مِنْ اُمَّةٍ ؕ— اِنَّمَا یَبْلُوْكُمُ اللّٰهُ بِهٖ ؕ— وَلَیُبَیِّنَنَّ لَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟

او د هغې ښځې په شان مه كيږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مزي كولو وروسته بېرته سپخول، خپل منځ كې مو قسمونه د ټګۍ وسيله ګرځوئ تر څو يو قوم د بل قوم نه زياته ګټه ترلاسه كړي، (حال دا چې) الله مو په دې سره ازميښت كوي او د قيامت په ورځ به حتماً هغه څه در څرګند كړي چې تاسو پكې اختلاف كولو. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 16

وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ یُّضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَلَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او كه الله غوښتي واى نو تاسو به يې خامخا يو امت ګرځولى وای خو چاته يې چې خوښه شي بې لارې كوي يې، او چاته چې وغواړي سمه لار ورښيي او خامخا به له هغه څه وپوښتل شئ چې تاسو به كول. info
التفاسير: