ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
55 : 16

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۫— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟

څو چې د هغو نعمتونو ناشكري وكړي، چې موږ وركړي نو مزې وكړئ، زر به وپوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 16

وَیَجْعَلُوْنَ لِمَا لَا یَعْلَمُوْنَ نَصِیْبًا مِّمَّا رَزَقْنٰهُمْ ؕ— تَاللّٰهِ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُوْنَ ۟

او موږ چې څه ور روزي كړي له هغو نه، هغه څه ته برخه ټاكي چې (كوم دليل يې) ورته معلوم نه دى، نو په الله قسم چې وبه پوښتل شئ له هغو دروغو نه چې تاسو به تړل. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 16

وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ الْبَنٰتِ سُبْحٰنَهٗ ۙ— وَلَهُمْ مَّا یَشْتَهُوْنَ ۟

اودوى الله لپاره لوڼي ټاكي، پاکي ده هغه (الله) لره! او دوى لپاره هغه څه دي چې غواړي يې. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 16

وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالْاُ ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟ۚ

او كله چې كوم يو ته يې د لور زېرى وشي، مخ يې تک تور واوړي او له غوسې ډک وي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 16

یَتَوَارٰی مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوْٓءِ مَا بُشِّرَ بِهٖ ؕ— اَیُمْسِكُهٗ عَلٰی هُوْنٍ اَمْ یَدُسُّهٗ فِی التُّرَابِ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟

له خلكو نه پټ ګرځي له هغه ناكاره خبر له امله چې ده اورېدلى، آيا (لور يې) له شرم سره سره وساتي او كه په خاوره كې يې ومنډي؟ ګورئ! څومره ناوړه حكم دى چې دوى يې (د الله په هكله) كوي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 16

لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ ۚ— وَلِلّٰهِ الْمَثَلُ الْاَعْلٰی ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

هغوى لره چې په آخرت باور نه لري ناكاره صفتونه دي، او الله لره خو تر ټولو غوره صفتونه دي، او هماغه حكمت والا برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 16

وَلَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَّا تَرَكَ عَلَیْهَا مِنْ دَآبَّةٍ وَّلٰكِنْ یُّؤَخِّرُهُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟

او كه چېرى الله تعالی خلک د هغوى په ظلم سره سمدلاسه رانيولاى نو د ځمكې پر مخ به هېڅ ساكښ نه و پاتې، خو هغه يې تر يوه ټاكلي وخته ځنډوي بيا چې كله يې همغه نېټه راشي نو يو ساعت هم نه وروسته كيږي او نه ړومبى كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 16

وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ مَا یَكْرَهُوْنَ وَتَصِفُ اَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ اَنَّ لَهُمُ الْحُسْنٰی ؕ— لَا جَرَمَ اَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَاَنَّهُمْ مُّفْرَطُوْنَ ۟

او دوى هغه څه الله ته ټاكي چې خپله يې بد ګڼي، او ژبې يې دا دروغ بيانوي چې دوى لپاره ښېګڼه ده، په حقيقت كې دوى لپاره یوازې اور دى، او دوى تر ټولو مخكې ورغورځېدونكى دي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 16

تَاللّٰهِ لَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِیُّهُمُ الْیَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

په الله قسم له تا مخكې مو هم ډېرو قومونو ته رسولان لېږلي دي، بيا يې شيطان بد عملونه ورته ښايسته كړل، نو نن ورځ يې هم هماغه دوست دی، او دوى لپاره دردناک عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 16

وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ اِلَّا لِتُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِی اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ۙ— وَهُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

او موږ له دې پرته بل څه لپاره دا كتاب نه دى نازل كړى چې ته هغه څه ورته روښانه كړې چې دوى پكې اختلاف كوي، او (بل دا چې) مومنانو لپاره به لارښوونه او رحمت وي. info
التفاسير: