Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Aboe Zakaria.

Pagina nummer:close

external-link copy
154 : 3

ثُمَّ اَنْزَلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ بَعْدِ الْغَمِّ اَمَنَةً نُّعَاسًا یَّغْشٰی طَآىِٕفَةً مِّنْكُمْ ۙ— وَطَآىِٕفَةٌ قَدْ اَهَمَّتْهُمْ اَنْفُسُهُمْ یَظُنُّوْنَ بِاللّٰهِ غَیْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِیَّةِ ؕ— یَقُوْلُوْنَ هَلْ لَّنَا مِنَ الْاَمْرِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— قُلْ اِنَّ الْاَمْرَ كُلَّهٗ لِلّٰهِ ؕ— یُخْفُوْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ مَّا لَا یُبْدُوْنَ لَكَ ؕ— یَقُوْلُوْنَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ مَّا قُتِلْنَا هٰهُنَا ؕ— قُلْ لَّوْ كُنْتُمْ فِیْ بُیُوْتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِیْنَ كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقَتْلُ اِلٰی مَضَاجِعِهِمْ ۚ— وَلِیَبْتَلِیَ اللّٰهُ مَا فِیْ صُدُوْرِكُمْ وَلِیُمَحِّصَ مَا فِیْ قُلُوْبِكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

3-154 بیا يې له دغه غم نه پس پر تاسو باندې امن (اطمینان) نازل كړ، چې پركالي وه، چې ستاسو یوه ډله يې لاندې كړې وه او بله ډله وه چې یقینًا هغوى (فكرونو د) خپلو ځانونو غمژن كړي وو، په داسې حال كې چې هغوى په الله باندې ناحقه ګمان كاوه، د جاهلیت ګمان، هغوى ویل: ایا په دې كار كې مونږ له هم څه برخه شته؟ ته ووایه: بېشكه (د) كار ټول (اختیار) خاص الله لره دى، دوى په خپلو نفسونو (زړونو) كې هغه خبرې پټَوي، چې تا ته يې نه ښكاره كوي، دوى وايي: كه مونږ لره له دې كاره څه حصه وَى (،نو) مونږ به دلته نه وژل كېدلو، ته (ورته) ووایه: كه چېرې تاسو په خپلو كورونو كې وَى (،نو) هغه كسان به خامخا خپلو د غورځېدو ځایونو ته راوتلي وو، د چا چې وژل كېدل لیكل شوي وو (او دا كار الله تعالٰی وكړ) د دې لپاره چې الله هغه څه وازمايي چې ستاسو په سینو كې دي او ښه پاك كړي هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي او الله ښه عالم دى پر هغو خبرو چې په سینو كې پرتې دي info
التفاسير:

external-link copy
155 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ تَوَلَّوْا مِنْكُمْ یَوْمَ الْتَقَی الْجَمْعٰنِ ۙ— اِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّیْطٰنُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوْا ۚ— وَلَقَدْ عَفَا اللّٰهُ عَنْهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟۠

3-155 بېشكه هغه كسان چې له تاسو نه په هغې ورځې كې (له جنګ نه) وګرځېدل (كله) چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، بېشكه همدا خبره ده چې شیطان دوى د خپلو ځينو (د ګناه د) عملونو په وجه ښُویولي وو، او خامخا یقینًا الله دوى ته معافي كړې ده، بېشكه الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى info
التفاسير:

external-link copy
156 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَقَالُوْا لِاِخْوَانِهِمْ اِذَا ضَرَبُوْا فِی الْاَرْضِ اَوْ كَانُوْا غُزًّی لَّوْ كَانُوْا عِنْدَنَا مَا مَاتُوْا وَمَا قُتِلُوْا ۚ— لِیَجْعَلَ اللّٰهُ ذٰلِكَ حَسْرَةً فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟

3-156 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ، چې كافران شوي دي او د خپلو وروڼو په باره كې به يې ویل، كله چې به هغوى په ځمكه كې په سفر تلل، یا به هغوى غزا كوونكي وو: كه چېرې دوى له مونږ سره وَى (،نو) نه به مړه شوي وو او نه به وژل شوي وو، لپاره د دې چې الله (د دوى) دا (ګمان) د دوى په زړونو كې (د) حسرت (او افسوس باعث) وګرځوي او الله ژوندي كول او مړه كول كوي، او الله هغو عملونو لره، چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
157 : 3

وَلَىِٕنْ قُتِلْتُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَحْمَةٌ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟

3-157 او قسم دى، خامخا كه تاسو د الله په لار كې ووژل شئ، یا مړه شئ(نو) خامخا د الله له طرفه بخښنه او رحمت ډېر غوره دى له هغو (مالونو) نه چې دوى يې جمع كوي info
التفاسير: