Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Aboe Zakaria.

Pagina nummer:close

external-link copy
238 : 2

حٰفِظُوْا عَلَی الصَّلَوٰتِ وَالصَّلٰوةِ الْوُسْطٰی ۗ— وَقُوْمُوْا لِلّٰهِ قٰنِتِیْنَ ۟

2-238 د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د بېخې منځني لمونځ، او الله ته ودرېږئ اطاعت كوونكي info
التفاسير:

external-link copy
239 : 2

فَاِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا اَوْ رُكْبَانًا ۚ— فَاِذَاۤ اَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَ ۟

2-239 بیا كه وېرېدلئ، نو (لمونځ كوئ) پیاده، یا سواره، بیا چې كله په امن شئ، نو الله یادوئ څنګه چې يې تاسو ته هغه څه ښودلي دي چې تاسو (پرې) نه پوهېدئ info
التفاسير:

external-link copy
240 : 2

وَالَّذِیْنَ یُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَیَذَرُوْنَ اَزْوَاجًا ۖۚ— وَّصِیَّةً لِّاَزْوَاجِهِمْ مَّتَاعًا اِلَی الْحَوْلِ غَیْرَ اِخْرَاجٍ ۚ— فَاِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْ مَا فَعَلْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِنَّ مِنْ مَّعْرُوْفٍ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟

2-240 او هغه كسان چې په تاسو كې مري او ښځې پرېږدي (نو په دوى باندې لازم دي) وصیت كول د خپلو ښځو لپاره تر یو كاله پورې د خرچ وركولو، بې له وېستلو نه، نو كه دوى (پخپله) ووتلې، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه څه كې چې دوى (ښځې) يې د خپلو ځانونو په باره كې كوي څه نېك كار، او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
241 : 2

وَلِلْمُطَلَّقٰتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— حَقًّا عَلَی الْمُتَّقِیْنَ ۟

2-241 او د طلاق كړى شویو ښځو لپاره، له عُرف سره سم، سامان وركول په كار دي، په متقیانو باندې (دا) لازم دي info
التفاسير:

external-link copy
242 : 2

كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟۠

2-242 همدارنګه الله تاسو لپاره خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ info
التفاسير:

external-link copy
243 : 2

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَهُمْ اُلُوْفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ ۪— فَقَالَ لَهُمُ اللّٰهُ مُوْتُوْا ۫— ثُمَّ اَحْیَاهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟

2-243 ایا تا هغه كسان نه دې لیدلي چې د مرګ له وېرې له خپلو كورونو نه وتلي وو، په دې حال كې چې هغوى زرګونه وو، پس الله دوى ته وویل: مړه شئ، بیا يې هغوى راژوندي كړل، یقینًا الله خامخا په خلقو باندې فضل كولو والا دى او لېكن اكثره خلق شكر نه وباسي info
التفاسير:

external-link copy
244 : 2

وَقَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟

2-244 او د الله په لاره كې جنګېږئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى info
التفاسير:

external-link copy
245 : 2

مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗۤ اَضْعَافًا كَثِیْرَةً ؕ— وَاللّٰهُ یَقْبِضُ وَیَبْصُۜطُ ۪— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

2-245 څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله ) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره، او الله تنګي راولي او (هغه) فراخي راولي، او تاسو به خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ info
التفاسير: