Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz.

غاشیه

external-link copy
1 : 88

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ الْغَاشِیَةِ ۟ؕ

ای محمده!ایا تاته دپټوونکي مصیبت خبر رسیدلی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
2 : 88

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ خَاشِعَةٌ ۟ۙ

په دې ورځ به ځینې مخونه خوار او سپک وي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 88

عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ۟ۙ

د ربړونو او ستړتیا نښې به پکې ښکاري. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 88

تَصْلٰی نَارًا حَامِیَةً ۟ۙ

ګرم او سوزوونکي اور ته به ورننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 88

تُسْقٰی مِنْ عَیْنٍ اٰنِیَةٍ ۟ؕ

د جوشیدونکې چینې له اوبو څخه به خړوبه کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 88

لَیْسَ لَهُمْ طَعَامٌ اِلَّا مِنْ ضَرِیْعٍ ۟ۙ

پرته له اغزي لرونکي بوټي به یې بل خوراک نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 88

لَّا یُسْمِنُ وَلَا یُغْنِیْ مِنْ جُوْعٍ ۟ؕ

نه چاغوالی کولای شي،او نه د لوږې چاره پرې کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 88

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاعِمَةٌ ۟ۙ

په همدې ورځ به ځینې مخونه ښیرازه او ښکلي وي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 88

لِّسَعْیِهَا رَاضِیَةٌ ۟ۙ

له خپلو کړو څخه به خوښ وي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 88

فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ

په لوړ جنت کې به اوسیږي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 88

لَّا تَسْمَعُ فِیْهَا لَاغِیَةً ۟ؕ

هلته به هیڅ ډول بابیزه خبرې نه اوري. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 88

فِیْهَا عَیْنٌ جَارِیَةٌ ۟ۘ

هلته به تل بهیدونکې چینه وي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 88

فِیْهَا سُرُرٌ مَّرْفُوْعَةٌ ۟ۙ

لوړ او دنګ تختونه به وي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 88

وَّاَكْوَابٌ مَّوْضُوْعَةٌ ۟ۙ

ډک جامونه به ایښوول شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 88

وَّنَمَارِقُ مَصْفُوْفَةٌ ۟ۙ

بالښتونه به کتار شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 88

وَّزَرَابِیُّ مَبْثُوْثَةٌ ۟ؕ

او فرشونه به غوړول شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 88

اَفَلَا یَنْظُرُوْنَ اِلَی الْاِبِلِ كَیْفَ خُلِقَتْ ۟ۥ

ایا(انسانان)اوښ ته نه ګوري چې په څه ډول پيدا شوی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 88

وَاِلَی السَّمَآءِ كَیْفَ رُفِعَتْ ۟ۥ

او اسمان ته نه ګوري چې په کوم کیفیت پورته شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 88

وَاِلَی الْجِبَالِ كَیْفَ نُصِبَتْ ۟ۥ

او غرونو ته نه ګوري چې څنګه ځای په ځای ودرول شوي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 88

وَاِلَی الْاَرْضِ كَیْفَ سُطِحَتْ ۟

او ځمکې ته نه ګوري په څه ډول غوړول شوې ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 88

فَذَكِّرْ ۫— اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُذَكِّرٌ ۟ؕ

نو پند ورکړه.ستا دنده پند ورکول دي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 88

لَسْتَ عَلَیْهِمْ بِمُصَۜیْطِرٍ ۟ۙ

ته مکلف نه یې چې په زور یي پرې ومني. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 88

اِلَّا مَنْ تَوَلّٰی وَكَفَرَ ۟ۙ

خو که څوک مخ واړوي او د کفر لار خپله کړي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 88

فَیُعَذِّبُهُ اللّٰهُ الْعَذَابَ الْاَكْبَرَ ۟ؕ

نو الله به لوی عذاب ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 88

اِنَّ اِلَیْنَاۤ اِیَابَهُمْ ۟ۙ

دا پخه خبره ده چې بیرته به مونږ ته راځي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 88

ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا حِسَابَهُمْ ۟۠

بیا ورسره حساب زمونږ کار دی. info
التفاسير: